د كوچنيانو نړيوالې ورځ د نمانځلو مقصد  د جسماني ٬ ذهني  او نفسياتي تشدد ښكار  ماشومانو  په اړه  نړيوال شعور بېدارول دي ٬ مشعال حسېن ملك

  اسلام آباد ۔ 4 جون (اے پي پي )  په ګرده نړۍ كښې  د جارحيت ٬ تشدد او د شخړو  ښكار  بې ګناه ماشومانو په نړيواله ورځ  د حريت لارښودې مشعال حسېن ملك  وئېلي دي  د دې ورځې د نمانځلو مقصد   د جسماني ٬ ذهني  او نفسياتي  تشدد ښكار ماشومانو  ستونزو  او تكليفونو په اړه  په نړيواله كچه شعور پېدا كول دي۔ دې ووئېل  د نېرو دريو لسيزو په …

 

اسلام آباد ۔ 4 جون (اے پي پي )  په ګرده نړۍ كښې  د جارحيت ٬ تشدد او د شخړو  ښكار  بې ګناه ماشومانو په نړيواله ورځ  د حريت لارښودې مشعال حسېن ملك  وئېلي دي  د دې ورځې د نمانځلو مقصد   د جسماني ٬ ذهني  او نفسياتي  تشدد ښكار ماشومانو  ستونزو  او تكليفونو په اړه  په نړيواله كچه شعور پېدا كول دي۔ دې ووئېل  د نېرو دريو لسيزو په مهال   فلسطين كښې  د 21 زره نه زيات  ماشومان  د اسرائيلي  بريدونو  او تشدد په نتيجه كښې  د ژوند نه خلاص شول ٬ چې پكشې  د يو زر نه زيات  د پېئو خوړونكې ماشومان وو۔ دې ووئېل  د 44 زره نه زيات ژوبل شوو كښې  21 زره د مستقل معزورۍ ښكار شوي دي۔  مشعال حسېن ملك ووئېل  په شخړيز كشمير كښې هم  د هند بربريت  ښكار ماشومانو شمېره په شوونو ده  ٬ دغسې د يو لاكه نه زيات كشميريان يتيمان شوي دي او په زرګونو ژوبل شوي او دغسې ځپلي كوچنيان د شبري حقونو  نه محروم دي۔دې ووئېل د نړۍ لويو  طاقتونو  د اسرايئل او هند په ظلمونو خاموشي اختيار كړې ده كومه چې د مظلومو ماشومانو سره نا انصافي او د ظالم قواؤ د ډاډ ګېرنې برابر ده۔دې ووئېل د ڼړيوالې ورورولۍ خاموشي په حقيت كښې د ظلم مهاونت كول دي٬  به كشميريانو ماشومانو ظلمونه د انسانيت  د اجتماعي ضمير لپاره يوه پوښتنه ده  ٬ د پېلټ ګنز په كارولو نه يوازې د كوچنيانو بينائي ځپلې شوې  بلكې د هغوي خوبونه٬   هيلي  او سباون هم  د تاريكۍ  ښكار شوي دي ۔

مزید خبریں