اسلام آباد 04 جون (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف په خېبر پښتونخوا كښې په استخبارات اډانه كاميابو عملياتو امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي د ترهه ګرۍ ناسور تر بشپړه ختمولو به د امنيتي ځواكونو او قانون نافذ کوونكو ادارو کارروائي رواني وي۔د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه د زيارت په ورځ جاري شوې بيان له مخې وزيراعظم په ډيره اسماعيل خان او …
وزيراعظم خېبر پښتونخوا كښې په استخبارات اډانه كاميابو عملياتو امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كړې

مزید خبریں
اسلام آباد 04 جون (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف په خېبر پښتونخوا كښې په استخبارات اډانه كاميابو عملياتو امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي د ترهه ګرۍ ناسور تر بشپړه ختمولو به د امنيتي ځواكونو او قانون نافذ کوونكو ادارو کارروائي رواني وي۔د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه د زيارت په ورځ جاري شوې بيان له مخې وزيراعظم په ډيره اسماعيل خان او مومند ضلع كښې د فتنه الخوارج څلورو ترهه ګرو په وژلو د امنيتي ځواكونو يشه وره صلاحيتونه ستائيلو سره ووئيل د هند په سرپرستۍ كښې د فتنه الخوارج ترهه ګرو په ضد كوټلي کارروائي د ستائني وړ ده ۔ده ووئيل قام د خپلو ميړنو ځواكونو او سکيورټي ادارو قربانو ته د قدر په سترګه ګوري، د پاکستان د امن، استحکام او سلامتيا په ضد ټول سازشونه به شنډولې شي،د ترهه ګرو او د هغوي د سهولت كارو لپاره هيڅ ځائے نشته۔ وزيراعظم ووئيل د ’’عزم استحکام‘‘ ترمخه د ترهه ګرۍ بشپړه ختمولو لپاره حکومت او سکيورتي ادارې لوظي دي،ټول قام د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د خپلو ځواكونو سره ولاړ دے۔










