اسلام آباد 04 جون (اے پي پي) پاکستان د هند د لخوا د چناب درياب د اوبو اړولو د منصوبې غندنې كولو سره دا اقدام د سندھ طاس لوظنامې خلاف ورزي ګرځولي او د دې عزم پخلے ئې وكړو چې پاکستان د خپلو اوبو د حقونو او د قامي ګټې تحفظ لپاره ټول آپشنز لري۔د خارجه دفتر وياند طاهر حسین اندرابي د زيارت په ورځ اوونيز پرېس بریفنګ په …
پاکستان د هند لخوا د چناب درياب د اوبو اړولو منصوبې غندنه وكړه ،دا اقدام د سندھ طاس لوظنامې خلاف ورزي ده ۔ د خارجه دفتر وياند طاهر حسین اندرابی پرېس بریفنګ

مزید خبریں
اسلام آباد 04 جون (اے پي پي) پاکستان د هند د لخوا د چناب درياب د اوبو اړولو د منصوبې غندنې كولو سره دا اقدام د سندھ طاس لوظنامې خلاف ورزي ګرځولي او د دې عزم پخلے ئې وكړو چې پاکستان د خپلو اوبو د حقونو او د قامي ګټې تحفظ لپاره ټول آپشنز لري۔د خارجه دفتر وياند طاهر حسین اندرابي د زيارت په ورځ اوونيز پرېس بریفنګ په مهال ووئيل د هند لخوا په مجوزہ چناب-بیاس لنك ټنل منصوبې او د هند په غیر قانوني تسلط كښې جموں و کشمیر كښې په سلال بند سلټ فلشنګ منصوبو اطلاعات دا څرګندوي چې نوې ډيلے اوبه د وسلې په توګه د كارولو هڅي كوي۔وياند ووئيل هند د يوې داسې منصوبې لپاره بډز غوښتي دي چې مقصد ئې د چناب درياب څخه د كال نزدې 19 لکهه ايكړه فټه اوبه بیاس ته منتقل کول دي۔ ده دا اقدام د سندھ طاس لوظنامې، د اوبو د نړيوال قوانین او معاهداتي ذمه وارو خلاف ورزی وګرځوله۔ده ووئيل پاکستان د لوظنامې ترمخه د خپلو حقونو او استحقاق تحفظ او د خپلې مهمې ګټې دفاع لپاره ټول ضروري آپشنز محفوظ لري۔ وياند په نړيواله ورورولۍ زور راوړو چې د هند څخه غوښتنه وكړي چې هغه د پاکستان قانونی حق د اوبو مخنيوي ٬ کمولو يا مخ اړولو منصوبو څخه ډډه وكړي۔وياند خبردارے وركړو چې پاکستان د اوبو، خوراك او معاشی تحفظ د خطرسره د مخ كولو كومه هم هڅه د سيمي امن او استحکام لپاره د نتيجو وړ ګرځېدې شي۔ د مقبوضه جموں و کشمیر په اړه وياند ووئيل دا شخړه په نړيواله كچه منلې شوي ده او د دې حل د ملګرو ملتونو سلامتی کونسل اړوندو قراردادونو له مخې د خپلواكه او بے پري استصوابِ رائے د لارې ممكن دے۔هند كښې تعینات د سوئس سفیر د مقبوضه سيمي دورې په اړه وياند ووئيل دې ډول دورو سره د جموں و کشمیر شخړيز حیثیت بدليدې نشي۔ده ووئيل پاکستان د هند په غير قانونی توګه قبضه كښې جموں و کشمیر كښې د بشري حقونو صورتحال رامخې ته كولو له د سوئس حکومت او نړيوالي ورورولۍ سره رابطه كښې دے۔وياند په مقبوضه سيمه كښې د بشري حقونو پرله پسې خلاف ورزو، د كورنو ړنګولو او د ځائې آبادی بے دخله كولو په اطلاعات هم د تشویش څرګندوني سره ووئيل دا ډول اقدامات د کشمیر آبادیاتي او كلتوري شناخت بدلولو د هڅو برخه ده۔په سيمه ايز صورتحال خبرو كښې طاهر حسین اندرابی ووئيل پاکستان افغانستان سره خبرو اترو او سفارتکارۍ له لوظي دے دغسې اسلام آباد د افغانستان څخه د ترهه ګرو بريدونه نظر انداز كولې نشي۔ده ووئيل پاکستان د افغانستان او نړيوالو شراکت دارو پشمول چین او اروپائي ائتلاف له دا پیغام وركړے چې د افغان خاوره د پاكستان په ضد د ترهه ګرۍ لپاره د نه استعماليدو په اړه واضحه او غیر مبهم باور راكولو ته ضرورت دے۔ افغانستان لپاره د چین خاص استازي یوئے شیاویونګ سره د اوسني مشاورت په اړه وياند ووئيل پاکستان او چین د تحریك طالبان پاکستان (ټي ټي پي) او اېسټ ترکستان اسلامك موومنټ پشمول د ترهه ګرو ډلو په ضد مرسته او رابطه كاري زياتولو ته اتفاق کړے ۔ د خلیجی سيمي صورتحال په اړه ده ووئيل حالات نازك او د تشویش وړ دي دغسې د روانو سفارتی هڅو په اړه ده هيله څړګنده كړه چې پاکستان به د جنګ بندۍ په اړه مفاهمت او د امریکې او نورو ډلو ترمينځه د روانو رابطو هركلے كوي او پاکستان د خبرو اترو ودې او د امن هڅو ملاتړ له لوظي دے۔په دې خبره غبرګون كښې چې نائب وزیراعظم سینیټر محمد اسحاق ډار د ايران په اړه په استخبارات اډانه معلومات امریکې سره شیئر کړې دي،وياند دغه ادعاګاني بے بنسټه ګرځولو سره په سختۍ رد كړي۔ده واضحه كړه چې د پاکستان او امریکې ترمينځه په شوو خبرو اترو كښې سيمه ايز امن، استحکام او سفارتی حل ته پام لرنه شوي او د څه ډول معلوماتو تبادله نه ده شوي۔وياند ووئيل كه اړوندو ډلو خواست وكړو نو پاکستان سيمه كښې د امن ودي او تاؤ ترېښوالي كمولو لپاره سباؤن كښې د خبرو كوربتوب لپاره چمتو دے۔ د ابراهمي لوظنامې په اړه د پاکستان په موقف خبره كولو كښې وياند طاهر حسین اندرابی ووئيل د اسلام آباد موقف بدل شوے نه دے او دا د 1967 څخه په وړاندې پولو د مشتمل يو خپلواكه او د عمل وړ فلسطینی ریاست جوړيدو سره تړلے دے د كوم پايه تخت چې القدس الشریف وي۔ده په مقبوضه فلسطین سيمو كښې د اسرائیلی اقدامات غندني سره د فلسطینیانو د خپلواكۍ حق له يو ځل بيا د مرستې اعلاتن وكړو۔اروپائي ائتلاف سره د اړيكو په اړه وياند ووئيل پاکستان د بشري حقونو، د مزدورانو حقونو، ګورننس او جي اېس پي پلس فریم ورك په اړه برسلز سره په رابطه كښې دے۔ده ووئيل په نړيوالو لوظنامو عملدرآمد كښې د پاکستان پیشرفت په پراخه توګه منلے كيږي۔ده ووئيل د صومالیه ساحل سره نزدې د سمندري غلو د لاسه نيولي شوي 10 پاکستانیان راخوشي كولو لپاره حکومت بشپړه هڅي كوي۔ ده ووئيل حکومت د هغوي په حفاظت سره راخوشي كولو لپاره صومالي چارواكو او نورو ډلو سره پرله پسې په رابطه كښې دے۔وياند د هندي چارواكو د اړخه پاکستان د ترهه ګرۍ سره د تړلو اوسني تورونه رد كړل او هغه يې بے بنسټه او په سیاسی محرکات اډانه وګرځول۔ده ووئيل پاکستان په بلوچستان كښې د هند په سر پرستۍ كښې د ترهه ګرۍ په اړه شواهد د نړيوالو شراكت دارو سره پرله پسې شیئر کوي او د کلبھوشن یادیو معامله د دې يو ښكاره مثال دے۔ وياند ووئيل پاکستان د سيمه ايزو چیلنجونو مخنيوي لپاره سفارت کاری، خبرو اترو او امناكه رابطو ته وده وركوي او په خپلي خپلواكۍ ، سلامتیا او د قامی ګټې په تحفظ به سمجھوته ونه كړي۔(









