پیښور، ګلبهار كښې د سوداګر په دفتر د لاسي بم چاودنه وشوه

پېښور۔ 06 نومبر (اے پي پي)د پیښور په ګلبهار سيمه كښې د لاسي بم چاودنه شوې چې پكښې كوم ځاني زيان نه دې شوے۔ پولیس تر مخه د ګلبهار تهاڼې په حدود ګلبهار نمبر 4 كښې د کاسمیټک سوداګر په دفتر لاسي بم اووېشتلے شو د كوم په چاودلو چې چاودنه وشوه ۔د اطلاع تر لاسه كېدو سره ایس پي فقیر آباد ډویژن سید طلال احمد شاہ ، ډي ایس …

پېښور۔ 06 نومبر (اے پي پي)د پیښور په ګلبهار سيمه كښې د لاسي بم چاودنه شوې چې پكښې كوم ځاني زيان نه دې شوے۔ پولیس تر مخه د ګلبهار تهاڼې په حدود ګلبهار نمبر 4 كښې د کاسمیټک سوداګر په دفتر لاسي بم اووېشتلے شو د كوم په چاودلو چې چاودنه وشوه ۔د اطلاع تر لاسه كېدو سره ایس پي فقیر آباد ډویژن سید طلال احمد شاہ ، ډي ایس پي ګلبهار سجاد حسین ، ډي ایس پي سي ټي ډي ، ایس ایچ او ګلبهار نعمان خان د پیښې ځائے ته ورسېدل ۔ دغسې بم ډسپوزل یونټ د پیښې ځائے نه شواهد راغونډ كړي او د نورو شواهدو سره د سي سي ټي وي فوټیج جاج هم اغستلے كېږي ۔