وزیر اعظم د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په غونډه کښې د پاکستاني پلاوي له مشرۍ کولو وروسته، لندن ته روان شو

ملګري ملتونه ۔26ستمبر(اے پی پی) وزير اعظم شهباز شریف د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ 81 مې غونډه كښې د پاكستاني پلاوي له مشرۍ كولو وروسته بېرته نیویارک څخه لندن لپاره روان شو۔ د پنځه ورځنۍ مصروفې دورې په مهال وزيراعظم په 193 غړو مشتملې عمومي اسمبلۍ ته خطاب وكړو او د نړۍ له څو مشرانو سره یې هم ولیدل  چې په ترڅ کښې یې سیمه ییز او نړیوال امنیت …

ملګري ملتونه ۔26ستمبر(اے پی پی) وزير اعظم شهباز شریف د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ 81 مې غونډه كښې د پاكستاني پلاوي له مشرۍ كولو وروسته بېرته نیویارک څخه لندن لپاره روان شو۔ د پنځه ورځنۍ مصروفې دورې په مهال وزيراعظم په 193 غړو مشتملې عمومي اسمبلۍ ته خطاب وكړو او د نړۍ له څو مشرانو سره یې هم ولیدل  چې په ترڅ کښې یې سیمه ییز او نړیوال امنیت او د شريكې خوښې په مسئلو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ هغه پاکستاني-امریکایي سوداګرو سره هم ولیدل او په هیواد کښې یې د سرمايه كارۍ په اهميت زور راوړو۔ وزيراعظم د ملګرو ملتونو له عمومي سېكتر انتونیو ګوترېس سره هم ولیدل، تمه ده چې هغه راتلونکې میاشت د پاكستان دوره وكړي۔ وزيراعظم د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته په خپله وینا کښې د شخړو د حل لپاره د خبرو اترو او ډیپلوماسۍ د دوام په اړتیا ټینګار وکړو۔  هغه هند ته خبرداری ورکړو چې د پاکستان په برخه کې د سیندونو د اوبو د بندولو، خنډولو یا اړولو هر ډول هڅه به جنګي عمل وګڼل شي.

مزید خبریں