ولسمشر آصف علي زرداري بحيره عرب كښې د مخدره توکو خلاف په بریالي عملیاتو د پاک بحريه د ځوانانو ستاينه وكړه

اسلام آباد۔26ستمبر(اے پی پی) صدر مملكت آصف علي زرداري په بحيره عرب كښې د مخدره توکو خلاف په بریالي عملیاتو كولو د پاکستان د سمندري ځواک ځوانانو ته درناوی وړاندې كړې دې۔ د ایوان صدر د رسنیو څانګې لخوا د خپرې شوې اعلامیې له مخې صدر مملكت د پاك بحريه د حنېن او يرموكو جهازونو لخوا  په بحېره عرب كښې د ګډې كارروايۍ په مهال د 2800 کېلوګرامو څخه زیات …

اسلام آباد۔26ستمبر(اے پی پی) صدر مملكت آصف علي زرداري په بحيره عرب كښې د مخدره توکو خلاف په بریالي عملیاتو كولو د پاکستان د سمندري ځواک ځوانانو ته درناوی وړاندې كړې دې۔ د ایوان صدر د رسنیو څانګې لخوا د خپرې شوې اعلامیې له مخې صدر مملكت د پاك بحريه د حنېن او يرموكو جهازونو لخوا  په بحېره عرب كښې د ګډې كارروايۍ په مهال د 2800 کېلوګرامو څخه زیات مخدره توکو په نیولو د افسرانو او عملې د پېشه ور صلاحيت او چمتوالي ستائنه وكړه۔ صدر مملكت د سمندري پولو دننه د غیرقانوني فعالیتونو مخنیوي او د سمندري امنیت ساتلو لپاره د پاکستان د سمندري ځواک عزم هم وستائلو۔ صدر  مملكت وویل د پاکستان سمندري ځواک د هیواد د سمندري پولو او سمندري لارو په ساتنه کښې ارزښتناکه رول لوبوي۔ صدر مملكت زياته كړه چې پاکستان د سولې او امنیت د ودې او د غیرقانوني فعالیتونو مخنیوي عزم لري۔

مزید خبریں