واشنګټن۔ 25 ستمبر (اے پي پي) د چين صدر شي جن پنګ كور ودانې پنګ لي يوان د امرېكې صدر ډونلډ ټرمپ كور ودانې ميلانيا ټرمپ سره واشنګټڼ كښې د نېشنل ميوزيم آف ايشن آرټ دوره وكړه ۔ د ابلاغ ذرائع تر مخه په دې مهال پنګ لي يوان په اوسنو كلونو كښې د امرېكې د اړخه د چين نوادرات چين ته د بېرته ستنولو مننه وكړه۔ هغې هيله …
د چين صدر كورودانې او د ميلانيا ټرمپ د نېشنل ميوزيم آف ايشين آرټ دوره
واشنګټن۔ 25 ستمبر (اے پي پي) د چين صدر شي جن پنګ كور ودانې پنګ لي يوان د امرېكې صدر ډونلډ ټرمپ كور ودانې ميلانيا ټرمپ سره واشنګټڼ كښې د نېشنل ميوزيم آف ايشن آرټ دوره وكړه ۔ د ابلاغ ذرائع تر مخه په دې مهال پنګ لي يوان په اوسنو كلونو كښې د امرېكې د اړخه د چين نوادرات چين ته د بېرته ستنولو مننه وكړه۔ هغې هيله څرګنده كړه چين او امريكا به د كلتوري تبادلو او د كلتوري ورثې د تحفظ څانګو كښې مرسته لا مضبوطه كړي دغسې چې د دواړو هېوادونو اولسونو تر مينځه دوستۍ ته وده وركړې شي۔ د دورې نه پس پڼك لي يوان او ميلانيا ټرمپ د امرېكې ځوانانو يوې ډلې د اړخه د وړاندې كړو چينائي نغمو پرفارمنس وكتلو او د ځوانانو سره يې خبرې وكړې۔ پنګ لي ايوان د ځوانانو ډاډګېرنه وكړه چې هغوي د چين ژبه او كلتور زده كولو هڅې روانې اوساتي او د چين او امرېكې تر مينځه د دوستۍ سفير كردار تر سره كړي۔ نېشنل ميوزيم آف ايشين آرټ د امرېكې نوموړې كلتوري اداره ده كومه چې د اسيا فن پارو راغونډولو ٬ په هغې تحقيق كولو او د نندارتون لپاره وقف ده۔










