سپيكر اياز صادق د قامي اسمبلۍ پخواني غړي چوهدري محمد اشرف په مرينه د غمرازۍ څرګندونه وكړه

  اسلام آباد ۔ 25 ستمبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د قامي اسمبلۍ پخواني غړي  چوهدري محمد اشرف په مړينه د غمرازۍ څرګندونه  كړې ده ٬  د جمعې په ورځ خپل د غمرازۍ پېغام كښې ده د حق رسېدلي  سياسي ٬  سماجي او پارلماني خدمات  ته پېرزوئڼې وړاندې كړې ۔ ده ووئېل  هغه يو مخلص ٬ وقار لرونكے  او د اولس دوسته لارښود ؤ …

 

اسلام آباد ۔ 25 ستمبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د قامي اسمبلۍ پخواني غړي  چوهدري محمد اشرف په مړينه د غمرازۍ څرګندونه  كړې ده ٬  د جمعې په ورځ خپل د غمرازۍ پېغام كښې ده د حق رسېدلي  سياسي ٬  سماجي او پارلماني خدمات  ته پېرزوئڼې وړاندې كړې ۔ ده ووئېل  هغه يو مخلص ٬ وقار لرونكے  او د اولس دوسته لارښود ؤ ۔  د حق رسېدلي سياسي او سماجي خدمات به عمر له ياد ساتلے شي۔  د هغه په حق رسېدل د هغه كورنۍ او د سيمې اولس لپاره  نه راګرځېدونكے زيان دے ۔ سپيكر اياز صادق د غم جنې كورنۍ سره د زړه له كومي غم رازي ښكاره كولو سره ووئېل د غم په دې ګھړۍ كښې  د غم جنې كورنۍ سره برابر شريك يوو۔  ده دعا وكړه چې لوي څښتن دې هغه له لوړې درجې  او غم جنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔