بلوچستان ۔5 نومبر(اے پي پي) د بلوچستان په قلعه سيف الله كښې د پوليو نوے كيس رامخې ته شوے دے ، په ګرد هېواد كښې د روان كال په مهال د رامخې ته شوو پوليو كېسونو شمېره 46 ته ورسېده۔ د نهې په ورځ د روغتيا قامي ادارې لخوا د جاري شوي بيان له مخې په قلعه سيف الله كښې يو بل ماشوم ځپلے شوے چې ورسره په ګرد هېواد …
بلوچستان كښې د پوليو يو بل كيس رامخې ته شو
بلوچستان ۔5 نومبر(اے پي پي) د بلوچستان په قلعه سيف الله كښې د پوليو نوے كيس رامخې ته شوے دے ، په ګرد هېواد كښې د روان كال په مهال د رامخې ته شوو پوليو كېسونو شمېره 46 ته ورسېده۔ د نهې په ورځ د روغتيا قامي ادارې لخوا د جاري شوي بيان له مخې په قلعه سيف الله كښې يو بل ماشوم ځپلے شوے چې ورسره په ګرد هېواد كښې د روان كال په مهال د پوليو كېسونو شمېره 46 ته رسېدلې ده۔ د پلوچستان په قلعه سېف الله كښې دا د پوليو دويم كېس دے۔ جې ورسره په بلوچستان كښې د پوليو كېسونو مجموعي شمېره 23 ته ورسېده۔ په سندھ كښې 12 ٬ خېبر پښتونخوا كښې 9 كوچنيان ځپلې شوي دي۔ دغسې په پنجاب او اسلام آباد كښې د پوليو يو يو كېس رامخې ته شوے۔ سږ كال د هېواد د 76 ضلعو په ماحولیاتی نمونو كښې وائرس موندلې شوي دي۔











