کوئټه۔ 04 نومبر (اے پی پی) د بلوچستان وزيراعلی مير سرفراز بګټي په راړا شم كښې د سي ټي ډي او امنيتي ځواكونو په كاميابه كارروايۍ د اطمينان څرګندونه كولو سره په آپرېشن كښې برخه اغستوونكو ځوانانو ته شاباسے وركړے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده په خپل يو جاري شوي بيان كښې وكړه۔ ده ووئيل په بلوچستان كښې به ترهګر په هر ډګر ماتې خوري، په راړا شم كښې سي …
وزیر اعلیٰ میر سرفراز بګټی په راړا شم كښې د سي ټي ډي او امنيتي ځواكونو په كاميابه كارروايۍ د اطمينان څرګندونه ٬ امنيتي ځواكونو ته شاباسے

مزید خبریں
کوئټه۔ 04 نومبر (اے پی پی) د بلوچستان وزيراعلی مير سرفراز بګټي په راړا شم كښې د سي ټي ډي او امنيتي ځواكونو په كاميابه كارروايۍ د اطمينان څرګندونه كولو سره په آپرېشن كښې برخه اغستوونكو ځوانانو ته شاباسے وركړے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده په خپل يو جاري شوي بيان كښې وكړه۔ ده ووئيل په بلوچستان كښې به ترهګر په هر ډګر ماتې خوري، په راړا شم كښې سي ټي ډي او امنيتي ځواكونو په وخت كارروائي كولو سره ترهګر په خپل ناوړه عزم كښې ناكامه كړل٬ د ترهګرو په ضد په كاميابه كارروايۍ كولو د سي ټي ډي او امنيتي ځواكونو ستائنه كوؤ۔ وزیراعلٰی ووئيل د ترهګرو په ضد محتاط آپرېشن كښې امنيتي ځواكونو ترهګر ووژل۔ ده ووئيل ترهګر په بې درېغه ترهګرۍ كښې عام وګړي او د دغې په مقابل كښې امنيتي ځواكونه په محتاط كارروائي كولو كښې ترهګر په نخښه كوي دغسې چې عام وګړي زيان سره مخ نه شي۔ د ده وېنا وه چې زمونږ د امنيتي ځواكونو ځوانانو په مړانه سره د ترهګرو په ضد جنګ روان ساتلے٬ امن لپاره سي ټي ډي او امنيتي ځواكونه د اولني صف كردار ترسره كوي۔ ده ووئيل د امن بحالۍ لپاره د امنيتي ځواكونو او عامو وګړو قربانۍ به بې ځايه نه ځي ٬ كه پاك پروردګار ته منظور وي مونږ به په صوبه كښې امن يو وارې بيا بحال كړؤ۔








