واشنګټن 14 جون (اے پي پي) د سعودي دوهم ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان په سركاري دوره امريكې ته رسېدلې۔ د سعودي مېډيا له مخې شهزاده محمد بن سلمان د خادم الحرمين الشريفين شاه سلمان په هدايت او د امريكائي حكومت په بلنه د امريكې په دوره دے دغسې د سعودي پھ پلاوي كښې د خزانې وزير ابراهيم الاساف٬د تجارت او سرمايه كارۍ وزير مجيد القصابي٬خارجه وزير عادل الجبير٬د كلتور او اطلاعاتو وزير او د صنعت او قدرتي وسائلو وزير هم شامل دے۔ د دورې په مهال به محمد بن سلمان د امريكې اولس مشر باراك اوباما٬خارجه وزير جان كېري٬د دفاع وزير ايشټن كارټر پشمول اعلٰی چارواكو سره ملاقاتونه كوي چې پكښې به په سيمه ايزو چارو٬يمن٬سوريه٬عراق٬لېبيا او د ګلف په امنيتي وضعه د خيالاتو څرګندونه كولې شي