قاهره 02 اګست (اے پي پي) انساني پرمختګ لپاره د مصر نائب وزيراعظم او د صحت وزير ډاکټر خالد عبدالغفار سره د سعودي د سرمايه كارۍ وزير انجينئر خالد الفالح ليدلي٬ د اېس پي اے له مخې قاهره كښې د مصر نائب وزير اعظم سره د سعودي د سرمايه كارۍ وزير وليدل٬ په دې مهال دواړو مشرانو د صحت او په نورو څانګو كښې سرمايه كارۍ ته په وده وركولو …
د مصر نائب وزيراعظم سره د سعودي د سرمايه كارۍ وزير وليدل
قاهره 02 اګست (اے پي پي) انساني پرمختګ لپاره د مصر نائب وزيراعظم او د صحت وزير ډاکټر خالد عبدالغفار سره د سعودي د سرمايه كارۍ وزير انجينئر خالد الفالح ليدلي٬ د اېس پي اے له مخې قاهره كښې د مصر نائب وزير اعظم سره د سعودي د سرمايه كارۍ وزير وليدل٬ په دې مهال دواړو مشرانو د صحت او په نورو څانګو كښې سرمايه كارۍ ته په وده وركولو د خيالاتو څرګندونه وكړه ۔ د مصر نائب وزيراعظم د دواړو هېوادونو ترمېنځه د ژورو او تاريخي اړيكو په اړه خبرې وكړې٬ د سعودي وزير خالد الفالح هم د دوه اړخيزه اړيكو ستائنه كولو سره د دواړو هېوادونو ترمېنځه د سرمايه كارۍ په وده خبرې وكړې۔ په دې موقع د سعودي عرب سفير صالح بن عيد الحصيني هم موجود ٶ۔











