یمن كښې د خزانې وزارت په ودانۍ موټري بمي بريد، 2 محافظ مړه ٬ 4 ژوبل

عدن 29 نومبر (اے پی پی) د یمن پايه تخت عدن كښې د خزانې وزارت په ودانۍ موټري بمي بريد كښې 2 محافظ مړه او 4 ژوبل شوې دي۔ د یمن امنيتي ذريعو وئيلي عدن كښې په خور مکسر سيمه كښې د خزانې وزارت ودانۍ د موټري بمي بريد د لارې په نښه كړې شوې چې په نتيجه كښې ئې 2 محافظ مړھ او 4 ژوبل شوې دي۔ د چاؤدنې …

عدن 29 نومبر (اے پی پی) د یمن پايه تخت عدن كښې د خزانې وزارت په ودانۍ موټري بمي بريد كښې 2 محافظ مړه او 4 ژوبل شوې دي۔ د یمن امنيتي ذريعو وئيلي عدن كښې په خور مکسر سيمه كښې د خزانې وزارت ودانۍ د موټري بمي بريد د لارې په نښه كړې شوې چې په نتيجه كښې ئې 2 محافظ مړھ او 4 ژوبل شوې دي۔ د چاؤدنې له امله ودانۍ ته هم زيان رسيدلې ۔ په سمدستي توګه دا نه ده معلومه شوې چې چاؤدنه ځانمرګې وه يا ریمورټ کنټرول۔دا خبره دې ياده وي چې عدن دا مهال د ځانمرګي بريدونو سره مخ دې چې پكښې تر اوسه ګڼ كسان مړه شوې دي۔