د هند په کېراله ايالت كښې لېنډ سلائيډنګ څخه 156 كسان مړه شول ٬ 180 ژوبل

نوے ډيلے 31 جولائي (اے پي پي) د هند په کېراله ايالت وايناډ اولسوالۍ كښې د لېنډ سلائيډنګ څخه 156 كسان مړه او 180 څخه زيات كسان ژوبل شوي۔ د انډيا ټو ډے له مخې په وايناډ اولسوالۍ كښې تېره ورځ د باران له امله لېنډ سلائيډنګ شوے چې پكښې منډکئي، چورلمالا، اټامالا، او نولپوزه كليو كښې 156 كسان مړه او 180 كسان ژوبل شوي۔ رېسكيو چارواكو له مخې د …

نوے ډيلے 31 جولائي (اے پي پي) د هند په کېراله ايالت وايناډ اولسوالۍ كښې د لېنډ سلائيډنګ څخه 156 كسان مړه او 180 څخه زيات كسان ژوبل شوي۔ د انډيا ټو ډے له مخې په وايناډ اولسوالۍ كښې تېره ورځ د باران له امله لېنډ سلائيډنګ شوے چې پكښې منډکئي، چورلمالا، اټامالا، او نولپوزه كليو كښې 156 كسان مړه او 180 كسان ژوبل شوي۔ رېسكيو چارواكو له مخې د سلو نه زيات كسان د ملبې لاندې پاتې كېدو اندېښنه څرګنده شوې٬ د يادونې وړ ده حکومت په وايناډ كښې د ريليف 45 كېمپونه جوړ كړي چې پكښې 3069 كسان مېشته دي۔