بنګله دېش كښې په جماعت اسلامي او د هغې په طلباﺀ ونګ د بندېز لګولو اعلان

ډهاكه ۔31 جولائي (اے پي پي) د بنګله دېش حكومت د هېواد په يو لوئي ديني سياسي ګوند جماعت اسلامي او د هغې په طلباﺀ ونګ شبر د بندېز لګولو پرېكړه كړې۔ د اردو نيوز تر مخه د ټرانسپورټ وزير عبېد الله مطابق په جاعت اسلامي د بندېز لګولو پرېكړه په بنګله دېش كښې د اوسنو پرتشدد مظاهرو نه پس رامخې ته شوې۔ د هغه وېنا وه چې د بنګله …

ډهاكه ۔31 جولائي (اے پي پي) د بنګله دېش حكومت د هېواد په يو لوئي ديني سياسي ګوند جماعت اسلامي او د هغې په طلباﺀ ونګ شبر د بندېز لګولو پرېكړه كړې۔ د اردو نيوز تر مخه د ټرانسپورټ وزير عبېد الله مطابق په جاعت اسلامي د بندېز لګولو پرېكړه په بنګله دېش كښې د اوسنو پرتشدد مظاهرو نه پس رامخې ته شوې۔ د هغه وېنا وه چې د بنګله دېش اتحادي حكومت استازو په شريكه توګه په جماهت اسلامي او شبر د هغوي د ماضي او اوسنو هلو ځلو تر مخه د بندېز لګولو پرېكړه كړې۔ په جماعت اسلامي په الېكشن كښې په برخه اغستو د وړاندې نه بندېز لګولے شوے او د كالعدم ګرځولو حكم نامې نه پس دا ګوند كومه هم غونډه نشي منعقد كولې ۔د جماعت اسلامي لارښود شفيق الرحمان د حكومت دا پرېكړه غېر قانوني ٬ د اختيارات څخه تجاوز او غېر آئينې ګرځولې۔ د وزيراعظمې حسينه واجد حكومت د مخالفې ډلې ګوندونو پشمول په حماعت اسلامي تور لګولے چې هغوي د ناامنۍ راجوړولو لپاره احتجاج هائي جېك كوي۔