كيراله 30 جولائي (اے پي پي)د هند د كيراله رياست د وائناډ ضلعې په میپدی سيمه كښې د باران پھ نتيجه كښې د خاورو كمر لوېدو له امله 64 كسه مړه او 70 څخه زيات ژوبل شوي۔د كشمير مېډيا سروس له مخې د رياست د صحت وزير وينا جارج په يو بيان كښې ووئېل ګن شمېر كسان د ملبې لاندې د ګيرېدو اندېښنه ده۔د رياستي وزيراعلٰی له مخې د مرستې …
د هند په كيراله رياست كښې د خاورو كمرو لوېدو له امله 64 كسه مړه٬ 70 څخه زيات ژوبل شول
كيراله 30 جولائي (اے پي پي)د هند د كيراله رياست د وائناډ ضلعې په میپدی سيمه كښې د باران پھ نتيجه كښې د خاورو كمر لوېدو له امله 64 كسه مړه او 70 څخه زيات ژوبل شوي۔د كشمير مېډيا سروس له مخې د رياست د صحت وزير وينا جارج په يو بيان كښې ووئېل ګن شمېر كسان د ملبې لاندې د ګيرېدو اندېښنه ده۔د رياستي وزيراعلٰی له مخې د مرستې كاروائي روانه ده۔كيرالا رياستي ډيزاسټر منيجمنټ ووئېل فائر ډيپارټمنټ څخه ګڼ شمېر كسان سيمې ته لېږلې شوي او د رېليف او رېسكيو عمليات لپاره قومي ډيزاسټر فورس تعينات كړے شوے۔د ابلاغ ذريعو له مخې د كيرالا وزيراعلٰی پينا رائے وجئين په يو بيان كښې ووئېل په رياست كښې عارضي پل جوړولو لپاره پوځ څخه مرسته غوښتلې شوې۔د ملبې لاندې ګيرو شوو كسان راوستلو لپاره د چورلكو استعمال روان دے او د پېښې په ځاے هر ممكنه اقدامات كولې شي۔











