بيجنګ 30 جولائي (اے پي پي) چين كښې د سختو بارانونو په سبب 4 كسان مړه او درې بې دركه شوي۔ د شنهوا له مخې د هنان ولايت ځائي چارواكو وئيلي دي په غريزه سيمه كښې د پرله پسې باران نه وروستو د څلورو كسانو د مرګ تصديق شوے او درې كسان بې دركه هم دي۔ د ښار فلډ کنټرول هېډكوارټر له مخې په زکسنګ ښار كښې رېكارډ باران شوے …
چين، د سختو بارانونو په سبب 4 كسان مړه او درې بې دركه
بيجنګ 30 جولائي (اے پي پي) چين كښې د سختو بارانونو په سبب 4 كسان مړه او درې بې دركه شوي۔ د شنهوا له مخې د هنان ولايت ځائي چارواكو وئيلي دي په غريزه سيمه كښې د پرله پسې باران نه وروستو د څلورو كسانو د مرګ تصديق شوے او درې كسان بې دركه هم دي۔ د ښار فلډ کنټرول هېډكوارټر له مخې په زکسنګ ښار كښې رېكارډ باران شوے او په 24 ساعتو كښې 645 ملي ميټر نه زيات باران رېكارد شوے٬ د باران په سبب 867 كورونه غورځېدلې يا ورته زيان رسېدلے او د دې نه علاوه انفراسټركچر ته هم زيان رسېدلے ٬ ځائي چارواكو په مجموعي توګه 11 زره 379 كسان د حفاظتي اندېښنو له مخې رېسكيو كړې دي۔











