په پنسلوانیا کښې د پخواني صدر د کمپاین په غونډه کښې ډزې ،ډونلډ ټرمپ ژوبل، يو تن مړ او دوه نور ژوبل

پنسلوانيا 14 جولائي (اے پي پي) د امريكې پخواني صدر ډونلډ ټرمپ په انتخابي لاريون كښې د ډزو په مهال ډونلډ ټرمپ ژوبل شوے، وائس آف امريکا د سيکرټ سروس په اړه ووئيل پنسلوانيا كښې د يو انتخابي لاريون په مهال په صدر ګولۍ اورولې شوې چې په نتيجه كښې ئې په لاريون كښې شريك يو تن مړ دغسې دوه نور ژوبل شول۔په يو سوشل ميډيا پوسټ كښې ډونلډ ټرمپ …

پنسلوانيا 14 جولائي (اے پي پي) د امريكې پخواني صدر ډونلډ ټرمپ په انتخابي لاريون كښې د ډزو په مهال ډونلډ ټرمپ ژوبل شوے، وائس آف امريکا د سيکرټ سروس په اړه ووئيل پنسلوانيا كښې د يو انتخابي لاريون په مهال په صدر ګولۍ اورولې شوې چې په نتيجه كښې ئې په لاريون كښې شريك يو تن مړ دغسې دوه نور ژوبل شول۔په يو سوشل ميډيا پوسټ كښې ډونلډ ټرمپ ووئيل په ما ډزي شوې چې په نتييجه كښې ئې زه ژوبل شوې يم۔ ده په خپل ټروتھ سوشل پليټ فارم ليكلې چې زه سمدلاسه پوهه شوم چې یو څه غلط وشو ، ما د ډزو غږ واورېد ، ډزې وشوې او یوه ګولۍ زما په پوټکي ولګېده۔زياته وينه اوبهيدله ، بيا ماته معلومه شوه چې څه شوې۔د ټرمپ د انتخابي مهم وياند سټيو چنګ ووئيل ټرمپ محفوظ دے، ټرمپ په سمدستي توګه مرستې ته رارسيدونكو او قانون نافذ کونكو په سمدستي کارروائي كولو مننه وكړه۔پخواني صدر بش او صدر اوباما پشمول د امريکې لارښودو او نړيوالو لارښودو د دې پېښې غندنه وكړه۔