ملګري ملتونه 09 جولائي (اے پي پي) د فلسطين كډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ريليف اينډ وركس ايجنسي (يو اين آر ډبليو اے) د اسرائيل د اړخه مينځني غزه كښې په سكول د بريد’’آزادانه تحقيقات‘‘ غوښتنه كړې ده۔ يو اين آر ډبليو اے د سيورې لاندې نصيرات كډوالو كيمپ كښې په په دې سكول كښې 2 زره كسانو پناه اخستلې وه۔ يو اين آر ډبليو اے كمشنر جنرل فلپ لازاريني …
يواين آر ډبليو اے په غزه كښې په سكول د اسرائيلي بريد آزادانه پلټنو غوښتنه
ملګري ملتونه 09 جولائي (اے پي پي) د فلسطين كډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ريليف اينډ وركس ايجنسي (يو اين آر ډبليو اے) د اسرائيل د اړخه مينځني غزه كښې په سكول د بريد’’آزادانه تحقيقات‘‘ غوښتنه كړې ده۔ يو اين آر ډبليو اے د سيورې لاندې نصيرات كډوالو كيمپ كښې په په دې سكول كښې 2 زره كسانو پناه اخستلې وه۔ يو اين آر ډبليو اے كمشنر جنرل فلپ لازاريني ووئيل د اسرائيل پوځ د خالي په ورځ د غزه په مينځني ښار نصيرات كښې دغه سكول په نښه كړې د كوم په نتيجه كښې چې ګڼ شمير فلسطينيان شهيدان شوې۔ د اسرائيل پوځ دعويٰ كړې چې نصيرات كښې د اسرائيل په بريد كښې په نښه شوې سكول د فلسطيني وسله والو ډلو استعمال كړې ؤ۔د دې دعوے په ځواب كښې د يو اين آر ډبليو اے كمشنر جنرل فلپ لازاريني وئيلي چې دا ډول تورونه سنجيدګۍ سره اخستلې شوي او هم دغه وجه ده چې زه بيا بيا د آزادانه پلټنو غوښتنه كوم دغسې چې حقائق معلوم كړې شي۔










