د سعودي عرب نائب خارجه وزير د سوډان د خپلواكۍ كونسل مشر سره ملاقات، هېواد كښې د جنګ بندۍ حمايت پخلے

پورټ سوډان 09 جولائي (اے پي پي) د سعودي عرب نائب خارجه وزير انجينئر وليد بن عبدالكريم الخريجي په سوډان كښې د جنګ بندۍ لپاره تير كال جده اعلاميے له مخې د هېواد د حمايت پخلے كړې دې۔د سعودي پرېس ايجنسۍ له مخې انجينئر وليد بن عبدالكريم الخريجي پورټ سوډان كښې د سوډان د خپلواكۍ كونسل مشر او وسله والو ځواكونو كمانډر انچيف جنرل عبدالفتاح البرهان سره ملاقات كړې۔ د …

پورټ سوډان 09 جولائي (اے پي پي) د سعودي عرب نائب خارجه وزير انجينئر وليد بن عبدالكريم الخريجي په سوډان كښې د جنګ بندۍ لپاره تير كال جده اعلاميے له مخې د هېواد د حمايت پخلے كړې دې۔د سعودي پرېس ايجنسۍ له مخې انجينئر وليد بن عبدالكريم الخريجي پورټ سوډان كښې د سوډان د خپلواكۍ كونسل مشر او وسله والو ځواكونو كمانډر انچيف جنرل عبدالفتاح البرهان سره ملاقات كړې۔ د سعودي وزير د ملاقات په مهال په سوډان كښې د امن او سوډان اولس تكليفونو لري كولو لپاره د انساني همدردۍ هڅو لپاره د خپل هېواد د حمايت پخلے وكړو۔د سعودي نائب خارجه وزير سوډان كښې د سلامتيا او استحكام بحالۍ له د سعودي قيادت د اړخه د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔