ماسکو 07 جولائي (اے پي پي) د هنګري وزيراعظم وکټر اوربان په ماسکو كښې د روس صدر ولاديمير پيوټن سره ملاقات کړې دے۔ اين ايچ کے ، له مخې ماسکو كښې په شوې ملاقات په يوکرين كښې د جنګ بندۍ لپاره د هغوې د هڅو برخه وه۔دواړو لارښودو په يوکرين كښې د جنګ پشمول په بيلو نړيوالو مسئلو خبرو اترو له ملاقات کړې۔په دې موقع د روس صدر ووئيل د …
د هنګري وزيراعظم د روس صدر سره ملاقات
ماسکو 07 جولائي (اے پي پي) د هنګري وزيراعظم وکټر اوربان په ماسکو كښې د روس صدر ولاديمير پيوټن سره ملاقات کړې دے۔ اين ايچ کے ، له مخې ماسکو كښې په شوې ملاقات په يوکرين كښې د جنګ بندۍ لپاره د هغوې د هڅو برخه وه۔دواړو لارښودو په يوکرين كښې د جنګ پشمول په بيلو نړيوالو مسئلو خبرو اترو له ملاقات کړې۔په دې موقع د روس صدر ووئيل د روس شخړې بشپړه او حتمي خاتمے لپاره چمتو يو،دغسې جنګ به هغه صورت كښې ودريږي كله چې د يوکرين پوځ د هغه څلورو سيمو څخه اوځي د كومو چې روس الحاق کرې دې۔ وزير اعظم اوربان ووئيل دواړه ډلي يو بل څخه لرې دي خو كه د امناكه حل لپاره څه كولې شي هغه به ضرور كوي۔ ده ووئيل د جنګ ختمولو لپاره ډيرو اقداماتو ته اړټيا ده خو مونږ د خبرو اترو بحالۍ لپاره وړومبي ګام پورته كولو كښې بريالې شوې يو او په دې لړ كښې به كار كوو۔دا خبره دې ياده وي چې د اروپا چارواكو د دې دورې غندنه كړې ده۔










