غزه 06 جولائي (اے پي پي) د فلسطين د روغتيا وزارت وئيلي چې د اسرائيل " قابض عسكرو غزه پټي لوئ قتل عام کړې ، چې پكښې 58 فلسطينيان شهيدان او 179 ژوبل شوې دغسې د شهدانو مجوعي شميره 38 زره څخه زياته شوې ده۔ د فلسطين مرکز اطلاعاتو له مخې د روغتيا وزارت تصديق کړې چې تير 07 اکتوبر راهسې راروان د اسرائيل جارحيت كښې تر اوسه 38,011 فلسطينيان …
غزه كښې د اسرائيلي بربريت، د شهداانو شميره 38 زره څخه زياته شوه
غزه 06 جولائي (اے پي پي) د فلسطين د روغتيا وزارت وئيلي چې د اسرائيل ” قابض عسكرو غزه پټي لوئ قتل عام کړې ، چې پكښې 58 فلسطينيان شهيدان او 179 ژوبل شوې دغسې د شهدانو مجوعي شميره 38 زره څخه زياته شوې ده۔ د فلسطين مرکز اطلاعاتو له مخې د روغتيا وزارت تصديق کړې چې تير 07 اکتوبر راهسې راروان د اسرائيل جارحيت كښې تر اوسه 38,011 فلسطينيان شهيدان او 87,445 ژوبل شوې دي۔د روغتيا وزارت وئيلي چې ګڼ ځپلي اوس هم د ملبے لاندې دي او ايمبولينس او د شهري دفاع عمله تر هغوې نه رسي۔دا خبره دې ياده وي چې د 07 اکتوبر راهسې د “اسرائيل ” قابض عسكرو د غزه په پټي تباه کن جنګ په نتيجه كښې ګڼ شمير بے ګناه وګړي شهيدان ، ژوبل او بے دركه شوې دې نه علاوه 20 لکهه كسان بے كوره شوې دي دغسې بنيادي ډھانچه د 70 فيصده څخه زياته تباه شوې ده۔










