مسجد نبوي ته د يوې اونۍ په مهال 51 لكه كسان راغلې دي

مدينه منوره 05 جولائی (اے پي پي)د حج سيزن اختتام نه پس مسجد نبوي ته د يوې اونۍ په مهال د 51 لكه څخه زيات كسانو راتلل رېكارډ شوې دې۔د سعودي پرېس ايجنسۍ د مسجد نبوي چارو جنرل اتهارټي حواله سره وئېلي دي چې د دې اونۍ په مهال 51 لكه 7 زره 933 كسان مسجد نبوي ته راغلې دي۔د دې مودې په مهال 5 لكه 82 زره 361 كسانو …

مدينه منوره 05 جولائی (اے پي پي)د حج سيزن اختتام نه پس مسجد نبوي ته د يوې اونۍ په مهال د 51 لكه څخه زيات كسانو راتلل رېكارډ شوې دې۔د سعودي پرېس ايجنسۍ د مسجد نبوي چارو جنرل اتهارټي حواله سره وئېلي دي چې د دې اونۍ په مهال 51 لكه 7 زره 933 كسان مسجد نبوي ته راغلې دي۔د دې مودې په مهال 5 لكه 82 زره 361 كسانو د رسول(ص)په روضه حاضري كړې۔رياض الجنه كښې 2 لكه 59 زره 459 سړي او مېرمنو مونځ كړي۔د اتهارټي له مخې د تېرې اونۍ په مهال 1570 ټنه زم زم اوبه استعمال شوي۔دغسې د روژه نيونكو لپاره به بېلو ځايونو 1 لاكه 40 زره 822 روژه ماتي پيكټ تقسيم كړی شوي۔اتهارټي وينا ده چې په ګڼ شمېر ژبو كښې مواصلاتي خذمات څخه د نړۍ بېلو برخو څخه راغلې 1 لاكه 35 زره 56 كسان استفاده كړې۔دې مودې په مهال مسجد نبوي او د مېدانونو صفائۍ لپاره جراثيم كش داروګان استعمال كړی شوي چې پكښې 1684346 ليټره ډټر جنټ شامل دي او د مسجد نبوي ليبارټري ډيپارټمنټ 219 څيزونو نمونو تجزيه كړې