کابل 14 نومبر (اے پي پي) افغانستان كښې د سلامتيا ناوړه وضعې باوجود وګړي د خپل هېواد د سباٶن پحقله د تېرو كالونو په مقابل كښې سږ كال زيات پراميد دي۔ د المان خبر رسنې ادارې له مخې د اسياء فاٶنډېشن لخوا د جاري شوي سروے له مخې 33 فيصده افغانان دا مني چي د ھغوي هېواد په سم لوري روان دے٬ تېر كال يوازې 29 فيصده وګړو دا رائے …
افغانان د خپل سباٶن پحقله پراميد دي۔ سروے
کابل 14 نومبر (اے پي پي) افغانستان كښې د سلامتيا ناوړه وضعې باوجود وګړي د خپل هېواد د سباٶن پحقله د تېرو كالونو په مقابل كښې سږ كال زيات پراميد دي۔ د المان خبر رسنې ادارې له مخې د اسياء فاٶنډېشن لخوا د جاري شوي سروے له مخې 33 فيصده افغانان دا مني چي د ھغوي هېواد په سم لوري روان دے٬ تېر كال يوازې 29 فيصده وګړو دا رائے لرله ۔ د افغان وګړو لخوا د هېواد په ادارو د باور زياتوالې هم نوټ كړې شوې ۔ د يادونې وړ ده سروے لپاره د افغانستان په 34 واړو ولايتونو كښې د سړو او مېرمنو رائے اخستې شوې وې۔











