عام وګړو له دې د شناختي كارډ ترلاسه كولو پشمول مجموعي خذمات آسان كړې شي۔ د خيبر پښتونخوا ګورنر

پېښور 29 مئی (اے پی پی)د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي وئېلي دي چې د موبائل نادرا رجسټرېشن آسانۍ دې كلي والو سيمو سهر ماښام ورسولې شي٬ عام وګړو له دې د شناختي كارډ ترلاسه كولو پشمول مجموعي خذمات آسان كړې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د خېبرپښتونخوا نادرا ريجنل هيډ آفس ډي جي خالد عنايت الله سره په ګورنر هاؤس كښې د ملاقات په مهال وكړه۔ په ملاقات كښې په ټوله صوبه كښې د روان نادرا موبائل وين د لارې د قومي شناختي كارډ رجسټرېشن كمپائن په اړه د خيالاتو څرګندونه وكړه او د شناختي كارډ د اجرا ٬ تصديقي عمل پشمول د نادرا لخوا وګړو ته په وركړې كېدونكو نورو خذماتو هم خبرې اترې وشوې۔ په ملاقات كښې د خېبرپښتونخوا نادرا ريجنل هېډ آفس ډي جي خالد عنايت الله ووئيل چې په ټوله صوبه كښې د جوړ كړې شوې نادرا دفترونو څخه وګړو ته هر ممكنه خذمات وركولې كېږي۔د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي د نادرا په دفترونو كښې د پاسپورټ كاؤنټر جوړولو هدايت كولو سره ووئيل چې د تحصيل هېډكوارټر په كچه دې د نادرا سټیزن فیسیلیټیشن سنټرز جوړ كړې شي٬ د تحصيل هېدكوارټر په كچه سي اېف سي جوړولو سره به ځايې كسانو لپاره د نادرا آسانۍ رامخې ته شي