د انګلينډ او پاكستان لوبډلو ترمينځه څلورم ټي ټونټي ميچ د زيارت په ورځ كيږي

لندن۔29 مئی(اے پی پی) د انګلېنډ او پاكستان كركټ لوبډلو ترمينځه د 4 ټي ټونټي مېچونو سيريز څلورم او وروستې مېچ سبا د زيارت په ورځ په کېننګټن اوول، لندن كښې كيږي٬ كوربه برطانوي كركټ لوبډلې ته د پاكستان په ضد په سيريز كښې د 0-1 بريا ترلاسه ده۔ دواړو لوبډلو ترمينځه په 22 مئی هېډنګلے ٬ ليډز كښې د سيريز اولنے مېچ د باران د لاسه شوے نه وو۔ …

لندن۔29 مئی(اے پی پی) د انګلېنډ او پاكستان كركټ لوبډلو ترمينځه د 4 ټي ټونټي مېچونو سيريز څلورم او وروستې مېچ سبا د زيارت په ورځ په کېننګټن اوول، لندن كښې كيږي٬ كوربه برطانوي كركټ لوبډلې ته د پاكستان په ضد په سيريز كښې د 0-1 بريا ترلاسه ده۔ دواړو لوبډلو ترمينځه په 22 مئی هېډنګلے ٬ ليډز كښې د سيريز اولنے مېچ د باران د لاسه شوے نه وو۔ په 25 مئي شوي دويم مېچ كښې انګلېنډ پاكستان ته 23 رنز سره ماتې وركړه۔ دغسې د دواړو لوبډلو ترمينځه درېم مېچ هم د باران د لاسه ځپلے شوے وو۔ د پاكستان لوبډله دا مهال په انګلېنډ كښې موجود ده چرته چې هغه د كوربه انګلېنډ لوبډلې په ضد د ټي ټونټي په 4 مېچونو مشتمل سيريز كوي۔ د پاكستان لوبډله به د نوموړي لوبغاړي بابر اعظم او د انګلېنډ لوبډلې مشري به جوز بټلر په مشرۍ كښې مېدان ته كوزيږي۔ د دواړو لوبډلو ترمينځه د څلور مېچونو سيريز څلورم او ورستې مېچ به سبا د زيارت په ورځ د روانې مياشتې په 30 مه نېټه په لندن كښې كيږي