تربت څخه كوئټې ته د تلونكې مسافر بس ژورې كندې ته د پريوتو پيښه ٬ 27 كسان مړه ٬ 24 ژوبل شول

کوئټه۔ 29 مئی (اے پی پی) د بلوچستان په واشك ضلع كښې تربت څخه كوئټې ته د تلونكي مسافر بس پېښې سره د مخ كېدو په نتيجه كښې د مېرمنو او كوچنيانو په شمول 27 كسان مړه او 24 نور ژوبل شوي۔ د ضلعی انتظامیې له مخې دا پېښَه د شورؤ په ورځ سهر وختي نزدې 5 بجې كوئټې څخه 280 کلومیټره لرې د واشک سب تحصیل بسیمه په كلغلي كښې رامخې ته شوه۔ اسسټنټ کمشنر بسیمه محمد اسماعیل مېنګل ميډيا سره خبرو كښې وئيلي چې مسافر بس 50 څخه زيات كسان اوړلو سره ګوادر څخه د تربت او پنجګور د لارې په اېن 85 ستره لاره كوئټې ته روان وو چې د كلغلي غرئيزه سيمه كښې د ټائرې چاؤدلو له امله ډرائېور څخه بې قابو شو او غر سره ټكر كېدو سره لاندې ژورې كندې ته پرېوتو۔ د پېښې په نتيجه كښې 27 كسان په ځايې مړه او 24 نور ژوبل شول۔ پېښه كښې په حق رسېدلي او ژوبل شوي 40 كلوميټره لرې د بسيمه سركاري روغتون ته منتقل كړې شوي دي۔ د اسسټنټ کمشنر وېنا ده چې زيات ژوبل شوي كسان د خضدار سی اېم اېچ روغتون ته منتقل كولې شي۔ د بسیمه روغتون میډیکل سپرنټنډنټ ډاکټر نور له مخې په حق رسېدليو كښې درې مېرمنې او يو ماشوم شامل دے۔ دغسې په ژوبل شويو كښې 5 مېرمنې او ماشومان شامل دي۔ ده ووئيل د 6 ژوبل شويو كسانو حالت اندېښمن دے