د 28 مئي ورځ نه يواځي د پاكستان بلكه ټولو مسلمانانو لپاره د اعزاز ورځ ده ۔ میر ضیا الله لانګو

كوئټه 28 مئي (اے پي پي) د بلوچستان د كورنيو چارو وزير میر ضیا الله لانګو وئيلي دي چې د 28 مئي ورځ نه يواځې د پاكستان بلكه ټولو مسلمانانو لپاره د اعزاز ورځ ده ، ټول قام په سیاسی قیادت، وسله والو ځواكونو او خپلو اتومي سائنسمدارو وياړ لري۔د دې خيالاتو څرګندونه ده جاری شوې يو بيان كښې كړې ۔ صو بائی وزیر وئويل د تكبیر ورځ د پاكستان په تاریخ كښې يوه م همه كاميابي ده ، په دې ورځ پاكستان د نړۍ 7م اتومي هېوتاد په توګه رامخې ته شوې ،په 28مئي د پاكستان دفاع ناقابل تسخیر شوې۔ده وئويل د عسكری قیادت دا فعل د هېواد سلامتيا ، دفاع علامت په توګه به عمر له ژوندۍ وي ،نن د دې عزم پخلے كوو چې د پاكستان جغرافیائی او نظریاتی پولو تحفظ له به كومي هم قربانۍ څخه ډډه نه كوو۔