انګلینډ او پاكستان ميرمنو ډلو ترمينځه وړومبې ون ډے كركټ میچ به (سبا) كېږي

ډربی 22 مئی (اے پي پي) د انګلینډ او پاكستان د ميرمنو ډلو ترمينځه په درې يوه ورځني نړيوال ميچونو مشتمل سیریز وړومبې كركټ میچ به (سبا) د زيارت په ورځ كائونټی ګراؤنډ، ډربی كښې كېږي۔دې څخه وړاندې د دواړو ډلو ترمينځه شوې درې ټي ټونټی میچونو سیریز كښې كروبه ډلي د پاكستان ډلي له په 0-3 سره ماتې وركړې شؤ۔ د انګلینډ ډلي وړومبي ټی ټونټی میچ كښې پاكستان …

ډربی 22 مئی (اے پي پي) د انګلینډ او پاكستان د ميرمنو ډلو ترمينځه په درې يوه ورځني نړيوال ميچونو مشتمل سیریز وړومبې كركټ میچ به (سبا) د زيارت په ورځ كائونټی ګراؤنډ، ډربی كښې كېږي۔دې څخه وړاندې د دواړو ډلو ترمينځه شوې درې ټي ټونټی میچونو سیریز كښې كروبه ډلي د پاكستان ډلي له په 0-3 سره ماتې وركړې شؤ۔ د انګلینډ ډلي وړومبي ټی ټونټی میچ كښې پاكستان ډلې په 53 رنز ،دويم ټی ټونټی میچ كښې 65 رنز دغسې دريم او آخری ټی ټونټی میچ كښې 34 رنز سره ماتې وركړې ؤ۔درې ون ډے میچونو سیریز كښې د كوربه انګلینډ ډلي مشري به هیتھر نائټ كوي۔د پاكستان ډلي مشري به ندا ډار كوي۔د دواړو ډلو ترمينځه 3 ون ډے میچونو سیریز دويم میچ به په 26 مئی ټائونټن دغسې دريم او آخري ون ډے میچ به په 29 مئی چیلمس فورډ كښې كېږي۔