ليډز۔21 مئی(اے پی پی) د انګلېنډ او پاكستان كركټ لوبډلو ترمينځه په 4 ټي ټونټي مېچونو د مشتمل سيريز اولنے مېچ به د مئي په 22 مه نېټه هېډنګلے لیډز كښې كولے شي۔ د پاكستان لوبډله دا مهال په انګلېنډ كښې موجوده ده چرته به چې هغه د كوربه لوبډلې په ضد په څلور ټي ټونټي مېچونو مشتمل سيريز لوبوي۔ د پاكستان لوبډله به د نوموړي بېټر بابر اعظم په …
د انګلينډ او پاكستان كركټ لوبډلو ترمينځه د څلور ټي ټونټي ميچونو سيريز اولنے ميچ سبا كيږي

مزید خبریں
ليډز۔21 مئی(اے پی پی) د انګلېنډ او پاكستان كركټ لوبډلو ترمينځه په 4 ټي ټونټي مېچونو د مشتمل سيريز اولنے مېچ به د مئي په 22 مه نېټه هېډنګلے لیډز كښې كولے شي۔ د پاكستان لوبډله دا مهال په انګلېنډ كښې موجوده ده چرته به چې هغه د كوربه لوبډلې په ضد په څلور ټي ټونټي مېچونو مشتمل سيريز لوبوي۔ د پاكستان لوبډله به د نوموړي بېټر بابر اعظم په مشرۍ كښې مېدان ته كوزيږي۔ په نورو لوبغاړو كښې فخر زمان، صائم ایوب، افتخار احمد،عرفان خان، آغا سلمان، عماد وسیم، شاداب خان، اعظم خان، محمد رضوان ،عثمان خان ،ابرار احمد، حارث رؤف، حسن علی، عباس آفریدی، محمد عامر، نسیم شاہ او شاهين آفریدی شامل دي۔ د انګلېنډ لوبډلې مشري به جوز بټلر كوي۔ په نورو لوبغاړو كښې هېری بروک، بین ډکټ، معین علی، ول جیکس، لیام لیونګسټون، ثام کرن، جونی بیرسټو، فلپ سالټ،جوفرا آرچر، ټام هارټلی، کرس جارډن، عادل رشید، ریس ټوپلی او مارک ووډ شامل دي۔ د دواړو لوبډلو ترمينځه په ليډز كښې د شېډول څلورومېچونو سيريز اولني مېچ د باران د لاسه د ځپلې كېدو اندېښنه ده۔ د برطانيې د موسمياتي محكمې رپورټ له مخې په لیډز كښې د باران 60 فیصده امكان دے۔ ټوله ورځ به وريځ وي۔ د رپورټ له مخې د غرمې په وخت پېل كېدونكې باران دمه په دمه تر شپې 12 بجو روان پاتې كېدې شي۔ د انګلېنډ او پاكستان لوبډلو ترمينځه په څلور مېچونو د سيريز دوهم مېچ په 25 مئی برمنګھم ، درېم مېچ په 28 مئی کارډف او څلوروم او وروستے مېچ به په 30 مئی لندن كښې كولې شي۔











