د اے ټي اېف 12 او انډر 12 ټيم کمپټيشن په ريجنل کواليفائنګ ون يونټ كښې پاكستان بهوټان ته ماتې وركړه

اسلام آباد 20 مئي (اے پي پي) د پاکستان د ټينس ټيم په اے ټي اېف 12 اينډ انډر 12 ټيم کمپټيشن كښې په ريجنل کواليفائنګ كښې د سوئيلي آسياء ون يونټ كښې بهوټان له ماتې وركړې۔ د ګل په ورځ د پي ټي اېف لخوا د جاري بيان له مخې په کھټمنډو كښې د ون يونټ مقابلې به تر 24 مئي روانې وي۔ د ون يونټ په سنګلز مقابلو …

اسلام آباد 20 مئي (اے پي پي) د پاکستان د ټينس ټيم په اے ټي اېف 12 اينډ انډر 12 ټيم کمپټيشن كښې په ريجنل کواليفائنګ كښې د سوئيلي آسياء ون يونټ كښې بهوټان له ماتې وركړې۔ د ګل په ورځ د پي ټي اېف لخوا د جاري بيان له مخې په کھټمنډو كښې د ون يونټ مقابلې به تر 24 مئي روانې وي۔ د ون يونټ په سنګلز مقابلو كښې راشد علي باچاني ښه لوبه كولو سره د بھوټان ددو تنزين دودو ته د 0-6 او 0-6 څخه ماتې وركړه او په بل سنګلز كښې د پاکستان محمد شايان افريدي د بهوټان شيرنګ پيلتھوپ له ماتې وركړه دغسې په ډبلز كښې محمد شايان افريدي او محمد جنېد خان د بهوټان ددو تنزين ډډو او شيرنګ ميپھم ته 1-6 او 0-6 سره ماتې وركړه ۔ د يادونې وړ ده په ون يونټ كښې په ګروپ اے كښې هند٬ بنګله دېشن او مالديپ او په ګروپ بي كښې پاکستان، بھوټان، نيپال او د سري لنکا لوبډلې برخه اخلي۔