د كاروبار ودې لپاره به د صوبو او وفاق په ګډه كوټلې نظام جوړوو٬سرمايه كارۍ ته تحفظ وركولو لپاره دې په صوبائي توګه هم قانون سازي وكړی شي۔عبدالعليم خان

اسلام آباد 16 مئی (اے پي پي)د سرمايه كارۍ بورډ٬نجكارۍ او مواصلات وفاقي وزير عبدالعليم خان وئېلي دي په هېواد كښې د كاروبار او سرمايه كارۍ ودې لپاره د صوبو او وفاق په ګډه مربوط نظام جوړوو او سرمايه كارۍ ته تحفظ وركولو لپاره دې په صوبائي كچه هم قانون سازي وكړی شي دغسې چې سرمايه كاري كوونكو ته د زيات نه زيات اطمينان لرونكے ماحول ترلاسه شي ٬ وفاقي …

اسلام آباد 16 مئی (اے پي پي)د سرمايه كارۍ بورډ٬نجكارۍ او مواصلات وفاقي وزير عبدالعليم خان وئېلي دي په هېواد كښې د كاروبار او سرمايه كارۍ ودې لپاره د صوبو او وفاق په ګډه مربوط نظام جوړوو او سرمايه كارۍ ته تحفظ وركولو لپاره دې په صوبائي كچه هم قانون سازي وكړی شي دغسې چې سرمايه كاري كوونكو ته د زيات نه زيات اطمينان لرونكے ماحول ترلاسه شي ٬ وفاقي حكومت به د سرمايه كارۍ په اړه د څلورو واړو صوبو اعلٰی وزيران هم په اعتماد كښې اخلي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د بورډ اف انويسټمنټ تر سيوري لاندې”ايز آف ډوئنګ بزنس”اجرا په اړه د اعلٰی كچ غونډې مشرۍ كولو په مهال وكړه ۔د خزانې وفاقي وزير محمد اورنګزېب٬د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان او د وزيراعظم صلاحكار رانا احسان افضل نه علاوه سېكرټريز او د اېس اي سي پي چيئرمېن هم په غونډه كښې موجود وو۔د سرمايه كارۍ بورډ وفاقي وزير عبدالعليم خان ووئېل “ايز آف ډوئنګ بزنس”په هېواد كښې به د كاروبار ودې لپاره روډ ميپ ثابت شي او په دې اړه به تجاويز٬قانون سازۍ او نورو مهمو چارو ته ډېر زر حتمي شكل وركړے شي۔ده ووئيل د سرمايه كارۍ او كاروبار ودې مجوزه منصوبه د ټائم لائن سره حتمي منظورۍ لپاره به وزيراعظم ته وړاندې كولې شي۔وفاقي وزير په ګوته كړه چې موجوده د سسټم٬ادارو او طريقه كار په اړه خرابۍ لرې كولو ته مونږ وړومبۍ پام لرنه كوو كومو لپاره چې په تندۍ سره كار پېل كړے شوے ۔وفاقي وزير ووئيل اوس به مونږ له جديد طريقې خپلول وي او د پرمختګ په شرح كښې اضافې لپاره به سمدستي اقدامات كول وي۔په غونډه كښې وفاقي وزيرانو په ايز آف ډوئنګ بزنس اجرا د اطمينان څرګندونه كولو سره دا ښه اقدام وګرځولو او د بېلو وفاقي او صوبائي مححكمو سينئر افسرانو بريفنګ وركړو۔ په نن ورځ د سرمايه كارۍ بورډ او نجكارۍ وفاقي وزير عبدالعليم خان او د چين آنريزي انويسټمنټ قونصلر مسټر لي ترمينځه وېډيو لنك غونډه هم وشوه چې پكښې د پاكستان او چين ترمينځه د تجارت موجوده حجم او په دې كښې د اضافې امكانات په اړه خبرې وشوې۔وفاقي وزير عبدالعليم خان ووئيل چين او پاكستان په منطقه كښې د دوه اړخيزه تجارت نه علاوه يو بل لپاره ټريډ څانګې له مرستياله ثابتېدے شي