ډبلن 13 مئی (اے پي پي) د آئرلینډ او پاکستان کرکټ ډلو ترمينځه په درې ټی 20 انټرنېشنل میچونو مشتمل سیریز دريم او آخري میچ به د نهې په ورځ کلونټرف کرکټ کلب ګراؤنډ ډبلن كښې كېږي،د دواړو ډلو ترمينځه د درې میچونو سیریز 1-1 سره برابر دې۔ آئرلینډ ډلي په وړومبي میچ كښې ګرین شرټس له په 5 وکټو سره ماتې وركړې ؤ دغسې دويم ټی ټونټی میچ كښې …
آئرلینډ او پاکستان کرکټ ډلو ترمينځه دريم ټی ټونټی میچ به د نهې په ورځ كېږي

مزید خبریں
ډبلن 13 مئی (اے پي پي) د آئرلینډ او پاکستان کرکټ ډلو ترمينځه په درې ټی 20 انټرنېشنل میچونو مشتمل سیریز دريم او آخري میچ به د نهې په ورځ کلونټرف کرکټ کلب ګراؤنډ ډبلن كښې كېږي،د دواړو ډلو ترمينځه د درې میچونو سیریز 1-1 سره برابر دې۔ آئرلینډ ډلي په وړومبي میچ كښې ګرین شرټس له په 5 وکټو سره ماتې وركړې ؤ دغسې دويم ټی ټونټی میچ كښې د پاکستان ډلي ښه کم بیك كولو سره آئرلینډ له په 7 وکټو سره ماتې وركولو سره سیریز هم 1-1 سره برابر کړې دے۔د پاکستان ډلې مشري بابر اعظم کوي،سکواډ كښې شامل نورو لوبغاړو كښې فخر زمان،صائم ایوب،افتخار احمد،عرفان خان،آغا سلمان،عماد وسیم،شاداب خان،اعظم خان،محمد رضوان،عثمان خان،ابرار احمد،حارث رؤف،حسن علی،عباس آفریدی،محمد عامر،نسیم شاه اور شاهین آفریدی شامل دي۔د آئرلینډ ډلي مشري پال سټرلنګ كوي دغسې نورو لوبغاړوكښې راس ایډیر،اینډریو بالبرنی،هیری ټییکټر،ګیرتھ ډیلانی،کرټس کیمفر،جارج ډوکریل،نیل راک،لورکن ټکر،مارك ایډیر،ګراهم هیوم،بیری میکارتھی،کریګ ینګ او بینجمن وائټن شامل دي۔آئرلینډ او پاکستان ډلو ترمينځه د درې ميچونو سیریز دريم او آخري میچ به په 14 مئی کېږي۔











