وزيراعظم محمد شهباز شريف سره د ازبکستان خارجه وزير ملاقات

اسلام آباد 08 مئي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف سره د ازبکستان خارجه وزير بختيار سيدوف ملاقات كړے٬ په دې موقع د تجارت، معيشت، امنيت، دفاع، سماجي روابطو او په نورو څانګو كښې د شريكې مرستې زياتولو په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔ د شورو په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د ملاقات په مهال د وزيراعظم په چوكۍ په …

اسلام آباد 08 مئي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف سره د ازبکستان خارجه وزير بختيار سيدوف ملاقات كړے٬ په دې موقع د تجارت، معيشت، امنيت، دفاع، سماجي روابطو او په نورو څانګو كښې د شريكې مرستې زياتولو په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔ د شورو په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د ملاقات په مهال د وزيراعظم په چوكۍ په دوېم ځل ټاكلے كېدو شهباز شريف له مباركي وركولو سره ده د ازبکستان صدر شوکت مرزيوئيف لخوا وزيراعظم محمد شهباز شريف ته د ازبکستان دورې بلنه وركړه۔ د وزيراعظم د ازبکستان صدر شوکت مرزيوئيف مننه كولو سره ووئيل ھغوي سره ملاقات ته منتظر يم۔ په دې موقع د دواړو مشرانو ترمېنځه د پاکستان او ازبکستان ترمېنځه تجارت، معيشت، سيکورټي، دفاع، سماجي روابطو او په نورو څانګو كښې په مرسته زياتولو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔