نيوزي لينډ آئي سي سي ټي 20 ورلډ كپ 2024 لپاره 15 كسيزه سكواډ اعلان كړو

آکلینډ۔29 اپرېل(اے پی پی) نیوزی لینډ آئی سی سی ټی 20 ورلډ کپ 2024 لپاره 15 كسيزه سكواډ اعلان كړو۔ کین ولیمسن به په څلورم ځل په ټی 20 ورلډ کپ كښې د لوبډلې د مشر په حېث ذمه وارۍ ترسره كوي۔ د نیوزی لینډ کرکټ بورډ لخوا په اعلان كړې شوي سکواډ كښې کېن ولیمسن (کپتان) ، فن ایلن ،ټرینټ بولټ ، مائیکل بریسویل ، مارک چیپمین ، ډیون …

آکلینډ۔29 اپرېل(اے پی پی) نیوزی لینډ آئی سی سی ټی 20 ورلډ کپ 2024 لپاره 15 كسيزه سكواډ اعلان كړو۔ کین ولیمسن به په څلورم ځل په ټی 20 ورلډ کپ كښې د لوبډلې د مشر په حېث ذمه وارۍ ترسره كوي۔ د نیوزی لینډ کرکټ بورډ لخوا په اعلان كړې شوي سکواډ كښې کېن ولیمسن (کپتان) ، فن ایلن ،ټرینټ بولټ ، مائیکل بریسویل ، مارک چیپمین ، ډیون کانوے ، لوکی فرګوسن ، میټ هینری ، ډیرل مچل ، جمی نیشم ، ګلین فلپس ، راچن روندرا ، مچل سینټنر ، ایش سودھی اوټم ساؤدی شامل دے۔ دغسې په سكواډ كښې بین سیئرز کوټریولنګ د ریزرو لوبغاړي په توګ شامل كړے شوے دے۔ دا خبره دې ښكاره وي چې ټی 20 ورلډ کپ 2 جون څخه په ویسټ انډیز كښې پېل كيږي۔ د نيوزي لېنډ لوبډله په ګروپ سي كښې افغانستان ، ویسټ انډیز ، پاپوا نیو ګنی او یوګېنډا سره شامل ده۔