کابل 07 نومبر (اے پي پي) افغان دولت وئيلي دي چې په سمدستي توګه د پیغام رسنې سروسز به نه شي بندولې۔ د نړيوالې ميډيا له مخې د افغان دولت وياند دا وضاحت په میډیا د خبرونو نه پس كړې چې واټس ایپ او ټیلی ګرام سروسز نه شي بندولې۔ د افغانستان چیف ایکزیکټو عبداللہ عبداللہ وياند جاوید فیصل وئيلي چې حکومت د سوشل میډیا پلیټ فارم بندولو اراده نه …
افغان دولت د واټس ایپ او ټیلي ګرام بندولو تردید وكړو
کابل 07 نومبر (اے پي پي) افغان دولت وئيلي دي چې په سمدستي توګه د پیغام رسنې سروسز به نه شي بندولې۔ د نړيوالې ميډيا له مخې د افغان دولت وياند دا وضاحت په میډیا د خبرونو نه پس كړې چې واټس ایپ او ټیلی ګرام سروسز نه شي بندولې۔ د افغانستان چیف ایکزیکټو عبداللہ عبداللہ وياند جاوید فیصل وئيلي چې حکومت د سوشل میډیا پلیټ فارم بندولو اراده نه لري۔ واټس ایپ او ټیلی ګرام په افغانستان كښې کار كوي۔دا خبره دې ياده وي چې پیغام رسنې ویب سائټس بندولو په اړه د ډنډورې هغه مهال پيل شوې كله چې د افغانستان ټیلی کامز ریګولیټر د انټرنیټ سروس وركونكو ته يوه چيټۍ لېږلې وه چې پكښې د سروسز په سمدستي توګه بندولو له وئيلي شوي ؤ۔











