د پاكستان او ايران ترمينځه تجارتي لوظنامې ته زر تر زره د حتمي شكل په وركولو ٬ دوه اړخيزه تجارت په 5 كاله كښې 10 اربه ډالرو ته په رسولو اتفاق ٬ د ايران صدر ډاكټر سيد ابراهيم رئيسي د پاكستان دورې په بشپړېدو شريكه اعلاميه

اسلام آباد۔24اپرېل(اے پی پی) پاكستان او ايران د آزاد تجارت لوظنامې ته زر تر زره د حتمي شكل په وركولو ٬ د شريكو اقتصادي منصوبو او د اقتصادي فري زونز د لارې د نوې پولې پرانستلو سره د دوه اړخيزه تجارت حجم په راروانو 5 كلونو كښې 10 اربه ډالرو ته په رسولو اتفاق كړے٬ د وزیراعظم شهباز شریف او د ايران صدر ډاکټر سیّد ابراهیم رئیسی ترمينځه د پلاويو …

اسلام آباد۔24اپرېل(اے پی پی) پاكستان او ايران د آزاد تجارت لوظنامې ته زر تر زره د حتمي شكل په وركولو ٬ د شريكو اقتصادي منصوبو او د اقتصادي فري زونز د لارې د نوې پولې پرانستلو سره د دوه اړخيزه تجارت حجم په راروانو 5 كلونو كښې 10 اربه ډالرو ته په رسولو اتفاق كړے٬ د وزیراعظم شهباز شریف او د ايران صدر ډاکټر سیّد ابراهیم رئیسی ترمينځه د پلاويو په كچه د شوو خبرو په مهال په دوه اړخيزه اړيكو او مرسته د خيالاتو څرګندونه وشوه چا چې د خارجه وزير امیر عبداللهیان، د كابينې نورو غړو او د اعلی چارواكو په شمول د لوړې كچې يو پلاوي سره د اپريل 22مې څخه تر 24 مې نېټې د پاكستان سركاري دوره وكړه۔ دواړو هېوادونو شريكه پوله د ’’ امن پولې ‘‘ څخه د ’’ سوكالۍ پوله‘‘ په بدلولو موافقت سره د توان څانګه كښې د مرستې د اهميت پخلے وكړو۔ د ایران صدر ډاکټر سیّد ابراهیم رئیسی دورې په بشپړېدو د شورؤ په ورځ د خارجه دفتر لخوا په جاري بيان كښې ووئيل شول فریقېنو د ایران په سیستان بلوچستان او د پاکستان په بلوچستان صوبو كښې د سماجي او اقتصادي پرمختګ په حاجت زور راوړے۔ فریقېنو د دوه اړخيزه اړيكو د ټولو اړخونو جاج اغستو سره سره د دوه اړخيزې اندېښنې په سيمه ايزو او نړيوالو چارو د خيالاتو څرګندونه وكړه او يو شمېر لوظنامې يۍ لاس ليك كړې۔ پاکستان او ایران علمی، كلتوري او د سېلګرۍ فعاليتونو ته وده وركولو او د تاريخي مذهبي ځايونو سېلګرۍ ته وده وركولو سره اړيكې لا مستحكمولو له د خپل عزم پخلے وكړو۔ د بيان له مخې دواړو لارښودو د ترهګرۍ ٬ نشائي توكو او بشري قاچاق ، د وګړو یرغمال كولو ، منی لانډرنګ او د تښتولو پېښو په څير د خطرو مخنيوي له د دواړو هېوادونو د سياسي ٬ پوځي او امنيتي چارواكو ترمينځه د دوه اړخيزه مرستې او د خيالاتو څرګندونې اهميت هم تكرار كړو۔ فريقېنو د آزاد تجارت لوظنامې (اېف ټی اے) ته تندۍ سره حتمي شكل وركولو له د دوه كلن سياسي مشاورت (بی پی سی) او د جوائنټ بزنس ټرېډ کمېټی (جے بی ټی سی) راروانو غونډو سره سره د ګډې اقتصادی کمېشن (جے ای سی) مذاکرات 22 م پراؤ په زر تر زره كولو اتفاق وكړو۔ د ټي آئي آر له مخې د ريمدان بارډر پوائنټ نړيوال سرحدي كراسنګ پوائنټ ګرځول او د پاتې دوه بارډ ماركيټونو په پرانستلو هم اتفاق وكړے شو۔ د رابطې په اړه فريقېنو د ټي آئي آر كنونشن لاندې د سامان په باقاعده ترسيل د اطمينان څرګندونه وكړه او فعاله تجارت لپاره يۍ د كنونشن په بشپړه توګه د فعاله كولو په اهميت اتفاق وكړو۔ دواړو هېوادونو شريكه پوله ’’ امن پولې ‘‘ څخه ’’د سوكالۍ پوله‘‘ په بدلولو موافقت سره د توان څانګه كښې د مرستې د اهميت پخلے وكړو په كومه كښې چې د برېښنا د ترسيل او د ايران پاكستان ګېس پائپ لائن منصوبې شاملې دي۔ په بيان كښې ووئيل شول دواړو هېوادونو د بېلټ اېنډ روډ انېشی اېټو (بی آر آئی) او د اقتصادی تعاون تنظیم (ای سي او) د غړو په توګه په رابطو ، د انفراسټرکچر په پرمختګ او د توان په څانګو كښې مرستې زياتولو له د كلك عزم څرګندونه وكړه او د ګوادر او چاه بهار بندر ځايونو ترمينځه د تړون په زياتولو يۍ موافقت وكړو۔ دواړو هېوادونو د ترهګرۍ د ټولو شكلونو او مظاهرو غندنه كولو سره د دې خطر مقابله كولو له په دوه اړخيزه مرسته د اډانه لرونكې نقطه نظر په خپلولو او د خطرې په فعاله ډول مخنيوي كولو او د دغې مقابلې له د موجوده دوه اړخيزه تګلارې په خاص توګه د ملګرو ملتونو د چارټر د اصولو بشپړ خيال ساتلو سره سره د غړو هېوادونو د خپلواكۍ او د سيمه ايزې سلامتيا اصولو څخه د ګټې په پورته كولو اتفاق وكړو۔ بيان له مخې په سيمه ايزه او نړيواله كچه د روان پېشرفت نوټس اغستو سره دواړو فريقېنو د ګډې چېلنجونو د قبلولو وړ حل لټولو له د خبرو اترو او سفارتكارۍ د لارې د شخړو په سوله ايز حل په اهميت زور راوړو۔ دغسې دواړو لارښودو د كشمير مسئله د دغې سيمې د اولس د خوښې او د نړيوال قانون له مخې د خبرو اترو د لارې او په سوله ايز ډول د حل كولو ضرورت په ډاګه كړو۔ دوي د فلسطيني اولس په ضد د اسرائيلي حكومت د روان جارحيت او ظلمونو سخته غندنه كولو سره د فوري او غېر مشروط جنګ بندۍ ٬ د غزه محاصره كړي اولس ته د بشري مرستې پرله پسې په رسنه ، د بې كوره كرے شوو فلسطيني وګړو خپلو سيمو ته بېرته تللو سره سره د اسرائيلي حكومت د كړو جرمونو د احتساب باوري كولو غوښتنه هم وكړه۔ دواړو اړخونو د اېس سي او په ټولو تګلارو كښې په نزدې دوه اړخيزه اړيكو د اطمينان څرګندونه وكړه او په سيمه كښې استحكام په ځايې ساتلو او اقتصادي اړيكو ته د هڅو مربوط كولو له ئې د اېس سی او۔افغانستان رابطه ګروپ فعاليتونو زر تر زره د پېل كولو په اهميت زور راوړو۔ بيان له مخې پاکستان او ایران د ترهګرۍ او د نشائي توكو د قاچاق خطرو څخه د پاک يو سوله ايز ، متحد او خپلواكه رياست په حېث د افغانستان پرمختګ لپاره د خپل عزم پخلے وكړو۔ دواړو ډلو په افغانستان كښې د ترهګرو تنظيمونو وجود څخه سيمه ايزې او نړيوالې سلامتيا ته د پېښ خطر ذكر كولو سره د ترهګرۍ مخنيوي او سلامتيا له د مرستې زياتولو او د ترهګرۍ په ضد د متحده محاذ جوړولو له د خپلې خوښۍ پخلے وكړو۔ صدر رئیسی صدر مملکت آصف علی زرداري ، د سېنېټ چیئرمېن یوسف رضا ګیلاني او د قامی اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق سره هم ملاقات وكړو۔ دواړو اړخونو د يو بل د بنديوانو د خوشې كولو او د ايران او پاكستان ترمينځه د مجرمانو او تورنو يو بل ته د سپارلو لوظنامې په بنياد اقدامات له خوښي ښكاره كړه كومه چې د دواړو هېوادونو لخوا په كال 1960 كښې منظور كړې شوې وه۔ دغسې د مجرمانو د منتقلۍ لوظنامې منظوري دواړو هېوادونو په كال 2016 كښې وركړې وه۔ دواړو په دمشق كښې د ايران سفارت خانې په قونصلر سېكشن د شوي بريد سخته غندنه وكړه او دا ئۍ د نړيوال قوانين او د ملګرو ملتونو د چارټر خلاف ورزۍ سره سره د كال 1961 د سفارتی اړيكو ويانا كنونشن له مخې غېر قانوني وګرځولو۔ دواړو لارښودو د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل څخه غوښتنه وكړه چې هغه په منطقه كښې د اسرائيل مهم جوئۍ او په ګاونډي هېوادونو بريدونه كول او د غېر ملكي سفارتي تنصيبات په نخښه كولو څخه منع كړي۔ پاکستان او ایران په ځينې هېوادونو كښې د اسلامو فوبیا، د قرآن پاک او د مقدس نښانو د بې حرمتۍ د مخ په زياتېدونكو پېښو غندنه وكړه او په دې لړ كښې ئۍ د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د قرارداد 78/264’’ د اسلامو فوبیا د مخنيوي اقدامات ‘‘منظورېدو هركلے وكړو۔ دوئي زر تر زره د اسلاموفوبيا مخنيوي لپاره د ملګرو ملتونو د خصوصي استازي د تعيناتۍ هم غوښتنه وكړه۔ وزیراعظم شهباز شریف او صدر ابراهیم رئیسی د ملګرو ملتونو ، ای سی او، ایس سی او، او آئی سی، ډی ایټ آرګنائزیشن فار اکنامک کوآپریشن، ایشیا کوآپریشن ډائیلاګ (اے سی ډی) او د افغانستان د ګاونډي هېوادونو خارجه وزيرانو په شمول په نورو ګڼ اړخيزه فورمونو د دواړو هېوادونو ترمينځه د همكارۍ د ټولو اړخونو هركلے وكړو۔ دوئي ووئيل په ای سی او كښې په آزاد تجارت د خبرو اترو په پېل كولو هم موافقت وكړو۔ د بيان له مخې صدر رئيسي په لاهور كښې د علامه اقبال مزار ته په تللو علامه اقبال ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كړې۔ په كراچۍ كښې ده د قائداعظم په مزار د ګلونو څادر غوړولو دستوره كښې ګډون وكړو۔ ده په كراچۍ كښې د دواړو هېوادونو د كاروباري شخصيات يوې لوئې غوندې ته خطاب هم وكړو۔ دغسې صدر رئیسی د پاکستان صدر او وزيراعظم ته د ايران د سركاري دورو كولو بلنه هم وركړه۔