جنوبی کوریا د شمالی کوریا په ضد د نويو بنديزونو لګولو اعلان وكړو

سیؤل 06 نومبر (اے پی پی) جنوبی کوریا د ګل په ورځ د شمالی کوریا په ضد د نويو بنديزونو لګولو اعلان وكړو۔ دا اعلان د امریکې اولس مشر ډونلډ ټرمپ سیؤل ته د رسيدو څخه يوه ورځ وړاندې شوے۔ د جنوبی کوریا د نويو بنديزونو ترمخه په چین، روس او لیبیا كښې مېشته 18 داسې بینکرز بلیك لسټ كړې شوي په كومو چې د شمالی کوریا جوهری او توغندي …

سیؤل 06 نومبر (اے پی پی) جنوبی کوریا د ګل په ورځ د شمالی کوریا په ضد د نويو بنديزونو لګولو اعلان وكړو۔ دا اعلان د امریکې اولس مشر ډونلډ ټرمپ سیؤل ته د رسيدو څخه يوه ورځ وړاندې شوے۔ د جنوبی کوریا د نويو بنديزونو ترمخه په چین، روس او لیبیا كښې مېشته 18 داسې بینکرز بلیك لسټ كړې شوي په كومو چې د شمالی کوریا جوهری او توغندي پروګرام سره د تړون لرلو شك دے۔ د جنوبی کوریا سرکاری ادارې لخوا جاری شوي بیان له مخې په دغه ټولو كسانو امریکې د وړاندې څخه بنديزونه لګولي۔ د نويو احکاماتو له مخې د جنوبی کوریا سرکاری او نجی ادارې او وګړې د دغه كسانو سره د هر ډول لين دين څخه منع كړې شوي۔ بلخوا جاپان د ګل په ورځ د شمالی کوریا د 35 ادارو او شخصیاتو د اثاثو منجمد کولو اعلان کړے۔