انقرہ 06 نومبر (اے پي پي) د ترکیې صدارتي وياند ابراهیم قالن وئيلي دي چې د ترهه ګرۍ تر ټولو زيات زيان مسلمانانو ته رسيدلې۔ د ترکيې خبر رسنې ادارې له مخې د تركيې صدارتي وياند په يو بيان كښې وئيلي دي چې لويديزو هېوادونو د ترهه ګرۍ په اړه دوه مخې دريځ خپل كړے۔ ده ووئيل كه ترهه ګر د هغوي هېواد په نښه كوي نو دا مسئله په …
لويديزو هېوادونو د ترهه ګرۍ په اړه دوه مخې دريځ خپل كړے
انقرہ 06 نومبر (اے پي پي) د ترکیې صدارتي وياند ابراهیم قالن وئيلي دي چې د ترهه ګرۍ تر ټولو زيات زيان مسلمانانو ته رسيدلې۔ د ترکيې خبر رسنې ادارې له مخې د تركيې صدارتي وياند په يو بيان كښې وئيلي دي چې لويديزو هېوادونو د ترهه ګرۍ په اړه دوه مخې دريځ خپل كړے۔ ده ووئيل كه ترهه ګر د هغوي هېواد په نښه كوي نو دا مسئله په سمدستي توګه او د نړيوالې مسئلې حیثیت اختیاروي خو كه ترهه ګر كوم بل هېواد په نښه كوي نو دوي بيا دا كورنۍ مسئله ګرځوي۔ ده ووئيل كه د داعش په قبضه كښې د سيمو جاج واخستلې شي تو معلومه به شي چې داعش تر اوسه زياتره مسلمانان وژلي دي۔ ده ووئيل كله چې داعش لوېديز هېوادونه پیرس ،سپین ،امریکا او برتانيه په نښه كړي نو بيا داعش يو خطرناك نړيوال تنظیم ګرځولو سره د هغې په ضد کارروائي كوي۔











