منامه 06 نومبر (اے پي پي) بحرین په لبنان كښې مېشته خپلو وګړو ته په سمدستي توګه د دې هېواد څخه د وتللو ، محتاط پاتې كيدو او غیر ضروری سفر څخه د ډډې كولو هدايت كړے۔ د عرب ميډيا له مخې بحرین خپلو وګړو ته دا هدايت د لبنان وزیراعظم سعد الحریری د استعفٰي نه پس جاري كړے۔ د بحرین خارجه وزارت تيره ورځ په جاري شوي بيان كښې …
بحرین خپلو وګړو ته په سمدستي توګه د لبنان څخه د وتللو هدايت وكړو
منامه 06 نومبر (اے پي پي) بحرین په لبنان كښې مېشته خپلو وګړو ته په سمدستي توګه د دې هېواد څخه د وتللو ، محتاط پاتې كيدو او غیر ضروری سفر څخه د ډډې كولو هدايت كړے۔ د عرب ميډيا له مخې بحرین خپلو وګړو ته دا هدايت د لبنان وزیراعظم سعد الحریری د استعفٰي نه پس جاري كړے۔ د بحرین خارجه وزارت تيره ورځ په جاري شوي بيان كښې وئيلي چې لبنان كښې مېشته وګړو ته د خپل تحفظ كولو هدایت جاری کړے شوے چې دغسې په لبنان كښې د رامخې ته كيدونكې كوم هم نوې صورت حال كښې د كومې هم خطرې ښكار كيدو څخه محفوظ شي۔










