ملګري ملتونه 18 اپرېل (اے پي پي) د ملګرو ملتونو په سلامتي كونسل كښې د ملګرو ملتونو لخوا فلسطين له د مكمل غړيتوب وركولو په قرارداد به ووټنګ (نن) د جمعې په ورځ كېږي۔ بلخوا سفيرانو وئيلي دي د ملګرو ملتونو بشپړ غړيتوب يو داسې اقدام دے كوم چې به د اسرائيل اتحادي امريكا ويټو كولو سره ايسار كړي ځكه چې دا د فلسطيني رياست په موثره ډول د تسليمولو …
فلسطين لپاره د ملګرو ملتونو د مكمل ركنيت وركولو په قرارداد به د سلامتي كونسل ووټنګ (نن) كېږي

مزید خبریں
ملګري ملتونه 18 اپرېل (اے پي پي) د ملګرو ملتونو په سلامتي كونسل كښې د ملګرو ملتونو لخوا فلسطين له د مكمل غړيتوب وركولو په قرارداد به ووټنګ (نن) د جمعې په ورځ كېږي۔ بلخوا سفيرانو وئيلي دي د ملګرو ملتونو بشپړ غړيتوب يو داسې اقدام دے كوم چې به د اسرائيل اتحادي امريكا ويټو كولو سره ايسار كړي ځكه چې دا د فلسطيني رياست په موثره ډول د تسليمولو مترادف كېدے شي۔ د برتانيه خبر رسنې ادارې رائټرز له مخې سفيرانو وئيلي دي پنځلس كسيز سلامتي كونسل كښې په مسوده قرارداد به ووټنګ د جمعې په ورځ درې بجې كېږي٬ د سلامتي كونسل لخوا د قرارداد په منظورۍ كښې د 193 كسيزه ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته به سفارش كولې شي چې د فلسطين رياست ته بشپړ ركنيت وركړي٬ د سلامتي كونسل د قرارداد په حق كښې د لږ نه لږ 99 ووټونو ته اړتيا وي ٬ په دې شرط چې دا امريکا، برتانيه، فرانس، روسيه يا د چين لخوا وېټو نشي۔ سفيرانو وئيلي دې اقدام ته د كونسل د 13 غړو ملاتړ ترلاسه كېدے شي څوك چې به امريكا د خپل ويټو استعمالولو له مجبور كړي۔ د سلامتي کونسل څخه د قرار داد د منظورۍ د كوم چې امكان ډېر كم دے نه پس بشپړ غړيتوب لپاره به په دې قرارداد عمومي اسمبلۍ كښې شمېره كېږي او هلته د دې منظورۍ لپاره په دريو كښې دوه برخه ملاتړ پكار وي٬ د كونسل غړي هېواد الجزائر چا چې د قرارداد مسوده وړاندې كړې د دې نه وړاندې د زيارت په ماسپخين د سلامتي كونسل په غونډه كښې د ووټنګ درخواست كړے ٶ چې پكښې يو شمېر وزيران ګډون كوٶنكي دي۔ د يادونې وړ ده فلسطين ته دا مهال په ملګرو ملتونو كښې د مبصر رياست درجه ترلاسه ده۔








