صدر مملكت سره د سعودي پلاوي ملاقات٬د دواړو هېوادونو ترمينځه قوي شراكتدارۍ جوړولو٬اقتصادي مرستې ته ودې وركولو له د عزم پخلے

اسلام آباد 16اپرېل(اے پی پی)د پاكستان او سعودي عرب دواړو وروڼو شريكې ګټې لپاره قوي شراكتداري جوړولو او اقتصادي مرستې ته لا ودې وركولو لپاره د عزم پخلے وكړو۔دا خبره صدر مملكت آصف علي زرداري او د سعودي خارجه وزير شهزاده فيصل بن فرحان السعود ترمينځه ملاقات كښې وشوه ۔د سعودي خارجه وزير د نهې په ورځ ايوان صدر كښې د يو اعلٰی اختياراتي پلاوي سره سره صدر مملكت سره …

اسلام آباد 16اپرېل(اے پی پی)د پاكستان او سعودي عرب دواړو وروڼو شريكې ګټې لپاره قوي شراكتداري جوړولو او اقتصادي مرستې ته لا ودې وركولو لپاره د عزم پخلے وكړو۔دا خبره صدر مملكت آصف علي زرداري او د سعودي خارجه وزير شهزاده فيصل بن فرحان السعود ترمينځه ملاقات كښې وشوه ۔د سعودي خارجه وزير د نهې په ورځ ايوان صدر كښې د يو اعلٰی اختياراتي پلاوي سره سره صدر مملكت سره ملاقات وكړو ۔د ايوان صدر پرېس ونګ له مخې سعودي پلاوي كښې د اوبو او كركيلې وزير٬د صنعت او معدني وسائلو وزير٬د سرمايه كارۍ مرستيال وزير٬د سعودي خاص كمېټۍ مشر او د توان وزارت او د سعودي پبلك انويسټمنټ فنډ اعلٰی چارواكي شامل وو۔د پاكستان پيپلز پارټي چيئرمېن بلاول بهټو زرداري٬خارجه وزير محمد اسحاق ډار٬د نجكارۍ او سرمايه كارۍ بورډ وزير عبدالعليم خان٬د پېټروليم او آبي او وسائلو وزير مصدق مسعود ملك٬د صنعت او پیداوار وزير رانا تنوير حسېن او خارجه سېكرټري سائرس سجاد قاضي او اعلٰی سركاري چارواكي هم ملاقات كښې شريك وو۔صدر مملكت د پلاوي هركلي كولو سره ووئېل پاكستان او سعودي عرب پخوانۍ او د لسيزو زړې اړيكې لري او پاكستان موجوده اړيكې په تل پاتي تزويراتي او اقتصادي شراكتدارۍ بدلول غواړي۔ده په دې خبره رڼا واچوله چې د پاكستان حكومت او اولس د خادم حرمين شريفين شاه سلمان بن عبدالعزيز آل سعود احترام كوي او سعودي عرب سره به ولاړ وي۔صدر مملكت ووئيل د اسلامي نړۍ خوشحالي د سعودي عرب پرمختګ سره تړلې ده ۔ ده د سعودي ولي عهد او سعودي عرب وزيراعظم محمد بن سلمان جرات مندانه او زيرك قيادت او ويژن 2030 له مخې شوے د ذكر وړ پېشرفت وستائېلو۔په دې موقع د سعودي خارجه وزير ووئيل سعودي عرب پاكستان سره خپلو اړيكو ته ډېر اهميت وركوي او پاكستان سره قوي شراكتدارۍ لپاره عزم لري۔ده په دې خبره رڼا واچوله چې دواړه هېوادونه قوي اړيكې لري او هغوي د څو لسيزو څخه د يو بل مرسته كوي۔ده د سعودي عرب پرمختګ كښې د پاكستان كډوالو كردار وستائېلو ۔دواړو ډلو په سيمه ايز حركيات او د مينځني ختيز اوسنې پېشرفت په اړه هم د خيالاتو څرګندونه وكړه او په سمدستي او غېر مشروط جنګ بندۍ او غزه كښې د اسرائيلي ظلم په بندولو ئې زور راوړو ۔دغسې دوي د دوه اړخيزه اهميت په چارو او اسلامي نړۍ ته په رامخې ته شوو چېلنجونو هم د خيالاتو څرګندونه وكړه ۔په دې مهال صدر آصف علي زرداري د خادم حرمين شريفين شاه سلمان بن عبدالعزيز آل سعود لپاره د نيكو خواهشاتو څرګندونه وكړه۔