واشنګټن ۔16اپرېل(اے پی پی) امریکا وئيلي دي چې غزه ته د بشري خواخوږۍ په بنياد د مرستې سامان لېږلو كښې تندۍ سره اضافه شوې ده۔ د العربيه له مخې دا خبره قامي سلامتيا لپاره د وائټ هاؤس وياند جان كربي په خپله يوه مركه كښې وكړه۔ ده ووئيل په غزه كښې په اوسنيو څو ورځو كښې د بشري خواخوږۍ په بنياد د مرستې سامان لېږلو كښې تندۍ سره اضافه شوې …
غزه ته د بشري خواخوږۍ په بنياد د مرستې سامان ليږلو كښې ستره اضافه شوې ده٬ امريكا

مزید خبریں
واشنګټن ۔16اپرېل(اے پی پی) امریکا وئيلي دي چې غزه ته د بشري خواخوږۍ په بنياد د مرستې سامان لېږلو كښې تندۍ سره اضافه شوې ده۔ د العربيه له مخې دا خبره قامي سلامتيا لپاره د وائټ هاؤس وياند جان كربي په خپله يوه مركه كښې وكړه۔ ده ووئيل په غزه كښې په اوسنيو څو ورځو كښې د بشري خواخوږۍ په بنياد د مرستې سامان لېږلو كښې تندۍ سره اضافه شوې ده خو دا عمل به دغسې روان ساتل وي۔ د تېرو 24 ساعتو په مهال د مرستې سامان وړونكي نزدې 100 ټركونه غزه ته ننوتلو كښې كامياب شول۔ د ده وېنا وه چې امريكا غزه ته د مرستې د سامان لېږلو عمل په روان ساتلو نظر ساتي او زمونږ هڅه ده چې دا ترسيل په هېڅ صورت ځنډ سره مخ نه شي۔









