نېشنل چېلنج كپ فټ بال فائنل راؤنډ به د وړومبي نه تر 12 مئي لاهور كښې كېږي

اسلام آباد 05 اپرېل (اے پي پي)پاكستان فټ بال فېډرېشن تر سيوري لاندې نېشنل چېلنج كپ 2023 فائنل راؤنډ به د وړومبي نه تر 12 مئي لاهور كښې كېږي۔د 7 ګروپونو څخه سرفهرست دوه دوه او په درېم پوزېشن ښه كاركردګي ښودونكو دوه ډلو پشمول په مجموعي توګه 16 ډلې ټرافۍ لپاره مقابله كوي۔په دې كښې كے آر اېل٬پاكستان آرمي٬پاكستان ايئرفورس٬پاكستان نيوي٬ډبليو اېس ټي سي٬اوټوكرين٬اېس اے فارمز٬واپډا٬اېس اے ګارډنز٬لوړو زده …

اسلام آباد 05 اپرېل (اے پي پي)پاكستان فټ بال فېډرېشن تر سيوري لاندې نېشنل چېلنج كپ 2023 فائنل راؤنډ به د وړومبي نه تر 12 مئي لاهور كښې كېږي۔د 7 ګروپونو څخه سرفهرست دوه دوه او په درېم پوزېشن ښه كاركردګي ښودونكو دوه ډلو پشمول په مجموعي توګه 16 ډلې ټرافۍ لپاره مقابله كوي۔په دې كښې كے آر اېل٬پاكستان آرمي٬پاكستان ايئرفورس٬پاكستان نيوي٬ډبليو اېس ټي سي٬اوټوكرين٬اېس اے فارمز٬واپډا٬اېس اے ګارډنز٬لوړو زده كړو كمېشن٬پي اے سي اے٬نمسو٬اېشيا ګهي ملز٬پاكستان رېلوے٬پاكستان پوليس او ماشا يونائيټډ شاملې دي۔ټولو ډلو ته دعوت نامې لېږلې شوي ٬د هغوي لخوا د ګډون په تصديق به د ډراز او شيډول اعلان كولې شي۔