بیجنګ 20 اکتوبر (اے پی پی) د چین د بدعنوانۍ د مخنيوي ادارې چاراوكو وئيلي دي چې د تيرو 5 كلونو په مهال د 15 لکھ څخه زياتو كسانو له په بدعنوانۍ سزا وركړې شوې۔ د چین نشریاتی ادارې له مخې د کمیونسټ ګوند د نظم او ضبط او نګرانۍ مرکزی کمیشن لخوا جاری کړې شوي راپور له مخې د اولس مشر شی جن پنګ په مشرۍ كښې انتظامیه د …
د تيرو 5 كلونو په مهال د 15 لکھ څخه زياتو كسانو له په بدعنوانۍ سزا وركړې شوې، د چین چارواكي

مزید خبریں
بیجنګ 20 اکتوبر (اے پی پی) د چین د بدعنوانۍ د مخنيوي ادارې چاراوكو وئيلي دي چې د تيرو 5 كلونو په مهال د 15 لکھ څخه زياتو كسانو له په بدعنوانۍ سزا وركړې شوې۔ د چین نشریاتی ادارې له مخې د کمیونسټ ګوند د نظم او ضبط او نګرانۍ مرکزی کمیشن لخوا جاری کړې شوي راپور له مخې د اولس مشر شی جن پنګ په مشرۍ كښې انتظامیه د 5 كلونو راهسې د کرپشن په مخنيوي زور راوړي۔ کمېشن وئيلي دي چې د بدعنوانی او نظم او ضبط د نورو قواعد په خلاف ورزی اولس مشر شی جن پنګ پھ وړاندې حکومت كښې د ګوند 15 لکھ 30 زره څخه زياتو كسانو له سزاګانې وركړې شوې دي٬ په هغو كښې 58 زره کېسونه د فوځدارۍ کارروائی له عدالتی چارواكو ته لېږل شوي۔ د کمېشن دوهم سيكتر یانګ شیاؤدو د اولس مشر شی جن پنګ دويم حکومت دور كښې د ګوند او حکومت اعلیٰ چارواكو د بدعنوانیو په ضد کارروائی روانې ساتلو له د عزم څرګندونه كړې









