واشنګټن 20 اکتوبر (اے پی پی) د امریکې خارجه وزير ریکس ټلر سن به روانه مياشت د پاکستان دوره كوي ٬ هغه به د خپلې دورې په مهال د ترهه ګرۍ مخنيوي د شريكو هڅو او د دوه اړخيزه اقتصادی اړيكو قوي كولو په چارو پاكستاني چارواكو سره خبرې كوي۔ د امریکې د خارجه محکمې وياندې هیتھر نوورټ تيره ورځ د معمول خبري بریفنګ په مهال ووئيل چې د امریکې …
د امریکې خارجه وزير ریکس ټلر سن به روانه مياشت د پاکستان دوره كوي

مزید خبریں
واشنګټن 20 اکتوبر (اے پی پی) د امریکې خارجه وزير ریکس ټلر سن به روانه مياشت د پاکستان دوره كوي ٬ هغه به د خپلې دورې په مهال د ترهه ګرۍ مخنيوي د شريكو هڅو او د دوه اړخيزه اقتصادی اړيكو قوي كولو په چارو پاكستاني چارواكو سره خبرې كوي۔ د امریکې د خارجه محکمې وياندې هیتھر نوورټ تيره ورځ د معمول خبري بریفنګ په مهال ووئيل چې د امریکې د خارجه وزير دا د اسياﺀ وړمبۍ دوره ده۔ د پاکستان نه علاوه هغه به هند ، سعودی عرب ، قطر او جنیوا ته هم ځي۔ هغې ووئيل چې د پاکستان دورې په مهال به هغه پاکستاني چارواكو سره په دوه اړخيزه مرسته زياتولو ، سوئيلي اسياﺀ لپاره د امریکې تګلاره كښې د پاکستان مهم کردار او د دواړه هېوادونو ترمينځه اقتصادی اړيكو ته د ودې وركولو په چارو د خيالاتو څرګندونه كوي۔ هغې ووئيل چې د پاکستان دورې په مهال به خارجه وزير د پاکستان وزیراعظم ٬ خارجه وزير او سینئر پوځي چارواكو سره ملاقات كوي۔ هغه به د خپلې دورې په مهال افغانستان كښې د امن او استحکام لپاره د پاکستان د کردار په اړه پھ چارو غور كوي۔ د دې نه وړاندې خارجه وزير خواجه محمد آصف د واشنګټن دورہ کړې وه۔ په کنټرول لائن په يو بل د ډزو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې د امریکې د خارجه محکمې وياندې ووئيل امریکا د دې چارو حل په اړه سنجیدہ ده۔









