پېښور 31 دسمبر (اے پی پی) د پښتونخوا په سکولونو كښې د ژمې رخصتو كښې پراختيا شوې ده۔د صوبې د تعليم څانګې د ژمې د رخصتو كښې د پراختيا كولو نوټس جاري كړې دې۔د تعليم څانګې ترمخه د يخښنۍ موسم له وجې به ټول سركاري او پرائيويټ سكولونه بند وي، مراسله كښې وئيلي شوې چې رخصتو كښې د پراختيا د استاذانو د اليكشن ټريننګ او د موسم زيات يخښوالې په وجه شوې، د تعليم محكمې وئيلي چې ټول سكولونه په 01 جنوري پرانستلې كيدل كوم به چې اوس په د جنوري په 8مه نيټه پرانستلې شي۔