ینګون 16 اکتوبر (اے پی پی) د میانمار پوځي چارواكو وئيلي چې رخائن ریاست كښې د پوځي اهلكارو طرز عمل په اړه پلټنې پيل كړې شوي چرته چې د پوځي اهلكارو لخوا د روهنګیا په مسلمانانو د تشدد روان ساتلو تور لګيدلې دې۔ د امریکې نشریاتی ادارې له مخې د دې پېښو په وجه د روان كال اګست مياشت څخه وروستو د روهنګيا ګڼ مسلمانان بنګله دیش ته په كډه …
میانمار كښې د روهنګیا مسلمانانو په ضد د ظلمونو پلټنې پيل شوې

مزید خبریں
ینګون 16 اکتوبر (اے پی پی) د میانمار پوځي چارواكو وئيلي چې رخائن ریاست كښې د پوځي اهلكارو طرز عمل په اړه پلټنې پيل كړې شوي چرته چې د پوځي اهلكارو لخوا د روهنګیا په مسلمانانو د تشدد روان ساتلو تور لګيدلې دې۔ د امریکې نشریاتی ادارې له مخې د دې پېښو په وجه د روان كال اګست مياشت څخه وروستو د روهنګيا ګڼ مسلمانان بنګله دیش ته په كډه كولو مجبور شوې۔ بيان له مخې دا خبره نه ده څرګنده شوې چې پوځ به د دې پلټنو نتيجې كله په ډاګه كوي۔ د میانمار پوځي اهلكارو په خپل يو بيان كښې وئيلي چې مونږ به په سرکاری توګه دا راپور هغه وخت پھ ډاګه كوو كله چې مونږ پھ دې اړه بشپړه معلومات ترلاسه كړو۔










