د وزيراعظم نوشهره فېروز لپاره د 2 نيم اربه روپو٬ هېلت كارډ سكيم او د فوډ پراسېسنګ پلانټ اعلان۔ سياسي پرېكړې د سړكونو په ځائې بايد په پولنګ سټېشنونو وكړې شي۔ چین پاکستان اقتصادی راهداری منصوبه به تر 50 كالو د معيشت مضبوطيا ٬ د هېواد پرمختګ او د روزګار موقعې رامخې ته كوي۔ نواز شریف د هېواد د جوړ او د پرمختګ خبره كوؤنكې يوازنې لارښود دے۔ مونږ له به د ميثاق جمهوريت تر سېوري لاندې وړاندې تلل وي۔ اولس دې په راروانو ټاكنو كښې سمه پرېكړه وكړي۔ د وزيراعظم شاهد خاقان عباسي د خالي په ورځ نواں جتوئي كښې اولسي غونډې ته خطاب

نوشهرو فېروز ۔ 07 اکتوبر (اے پی پی) وزیراعظم شاهد خاقان عباسی وئيلي دي سياسي پرېكړې د سړكونو په ځائې بايد په پولنګ سټېشنونو وكړې شي۔ چین پاکستان اقتصادی راهداری منصوبه به تر 50 كالو د معيشت مضبوطيا ٬ د هېواد پرمختګ او د روزګار موقعې رامخې ته كوي۔ مونږ تشې نعرې او حكومتي پنګې خپلو مقصدونو له كارولې نه دي۔ روزګار، پرمختګ او انصاف لپاره جمهوريت ضروري دے۔ نواز …

نوشهرو فېروز ۔ 07 اکتوبر (اے پی پی) وزیراعظم شاهد خاقان عباسی وئيلي دي سياسي پرېكړې د سړكونو په ځائې بايد په پولنګ سټېشنونو وكړې شي۔ چین پاکستان اقتصادی راهداری منصوبه به تر 50 كالو د معيشت مضبوطيا ٬ د هېواد پرمختګ او د روزګار موقعې رامخې ته كوي۔ مونږ تشې نعرې او حكومتي پنګې خپلو مقصدونو له كارولې نه دي۔ روزګار، پرمختګ او انصاف لپاره جمهوريت ضروري دے۔ نواز شریف د هېواد د جوړ او د پرمختګ خبره كوؤنكې يوازنې لارښود دے۔ مونږ له به د ميثاق جمهوريت تر سېوري لاندې وړاندې تلل وي۔ مونږ له به په ګډه ترهګرۍ ته ماتې وركول وي۔ اولس دې په راروانو ټاكنو كښې سمه پرېكړه وكړي۔ وزيراعظم نوشهره فېروز لپاره د 2 نيم اربه روپو٬ هېلت كارډ سكيم او د فوډ پراسېسنګ پلانټ اعلان كړو۔ ده د خالي په ورځ نواں جتوئي كښې اولسي غونډې ته خطاب كولو۔ په دې مهال وفاقي وزير غلام مرتضیٰ جتوئی هم خطاب وكړو۔ وزيراعظم په خپل خطاب كښې ووئيل په كال 2006ء كښې د ميثاق جمهوريت بنياد دا وو چې سياسي انتقام دې ختم كړې شي۔ د اولس مېنډېټ بايد قبول كړې شي۔ د بده مرغه دلته داسې نه كېږي۔ وزیراعظم ووئيل پاكستان د جمهوريت نمه غېر وړاندې تلې نه شي۔ په 28 جولائی د عدالت پرېكړه راغله حكومت قبوله كړه۔ د حكومت ختمېدو سره د خلكو خيال وو چې هېواد كښې به انتشار خپور شي٬ مسلم ليګ به دړې وړې شي۔ ددې غړي به وتښتي۔ ولې خلكو وليدل چې مسلم ليګ كښې چا د وزارت عظمی غوښتنه نه ده كړې۔ كومه نامه چې راغله لوئے اكثريت سره ورته كاميابي ترلاسه شوه۔ ده ووئيل مونږ په ټول هېواد كښې پرمختګ غواړو۔ ده ووئيل د 18م ترميم څخه وروستو وسائل صوبو سره دي۔ د كال 2013ء په مقابله كښې د صوبو وسائل تر 50 فيصد زيات شوي۔ د چين پاكستان اقتصادي راهداري (سي پېك) په اړه وزيراعظم ووئيل دا منصوبه به تر 50 كالو د معيشت مضبوطيا ٬ د هېواد پرمختګ او د روزګار موقعې رامخې ته كوي۔ مونږ تشې نعرې او حكومتي پنګې خپلو مقصدونو له كارولې نه دي۔ روزګار، پرمختګ او انصاف لپاره جمهوريت ضروري دے۔ وزيراعظم ووئيل په ټول هېواد كښې د موټروے جال خپرولې شي۔ دا د نواز شريف وژن دے۔ په سندھ كښې د 15 كالو څخه د فنډ د نشت والي په سوب نيمګړې منصوبې زمونږ حكومت پايې ته ورسولې۔ کچھی کېنال منصوبه د 28 ارب روپو په مصرف بشپړ شوه۔ زمونږ په دور كښې چې څومره ګاز سندھ كښې پېدا شو ټول مو سندھ ته وركړو۔ د جی ډی اېس په مد كښې مو 10 اربه روپۍ سندھ ته وركړې۔ 30 ارب مو نورې وركړې۔ دا فنډ بايد د سندھ په اولس ولګولې شي۔ ده ووئيل د صوبو 40 كلنې پخوانۍ مسئلې مونږ حل كړې۔ ده ووئيل كراچۍ كښې د امن بحالي د مسلم ليګ ن او نواز شريف ډالۍ ده۔ ده ووئيل د ترهګرۍ په ضد جنګ روان دے او زمونږ پوځ په دې لړ كښې بلها قربانۍ وركړې دي۔ مونږ ټولو له به په ګډه ترهګرۍ ته ماتې وركولې وي۔ ده ووئيل په افغانستان كښې ټولې نړۍ په ګډه د ترهګرۍ مقابلې كړې نه ده۔ زمونږ پوځ ترهګرۍ ته ماتې وركړې۔ ده ووئيل دا لړۍ لا ختمه نه ده۔ جھل مګسی كښې دربار په نښه كړې شو۔ ده نوشهره فېروز لپاره د 2 نيم اربه روپو٬ هېلت كارډ سكيم او د فوډ پراسېسنګ پلانټ اعلان وكړو۔ وزيراعظم ټاؤن کمېټي مهراب پور له هم 20کروړ روپۍ اعلان كړې۔ ده ووئيل هيله ده چې راروانو ټول ټاكنو كښې به اولس سمه پرېكړه وكړي۔