د وېمنز ټي 20 ورلډ كپ وروستې ټرپل هېډر به د خالي په ورځ كيږي

لاهور۔27جون(اے پی پی) د آئی سی سی وېمنز ټی 20 ورلډ کپ 2026 ګروپ مرحلې وروستې ټرپل هېډر به د خالي په ورځ كولې شي په كوم كښې به چې پاكستان وېمنز لوبډله د نېدرلېنډز خلاف د خپل مهم اختتام بريا سره كولو له مېدان ته كوزيږي۔ دواړه لوبډلې د سيمي فائنل زغل څخه بهر شوي دي٬ بياهم دا مقابله به په ټورنامنټ كښې د اولنۍ كاميابۍ ترلاسه كولو وروستۍ …

لاهور۔27جون(اے پی پی) د آئی سی سی وېمنز ټی 20 ورلډ کپ 2026 ګروپ مرحلې وروستې ټرپل هېډر به د خالي په ورځ كولې شي په كوم كښې به چې پاكستان وېمنز لوبډله د نېدرلېنډز خلاف د خپل مهم اختتام بريا سره كولو له مېدان ته كوزيږي۔ دواړه لوبډلې د سيمي فائنل زغل څخه بهر شوي دي٬ بياهم دا مقابله به په ټورنامنټ كښې د اولنۍ كاميابۍ ترلاسه كولو وروستۍ موقع وي۔ د دواړو لوبډلو ترمينځه تر دې دمه يوازې يو ټي 20 مېچ شوے دے كوم كښې چې پاكستان په كال 2011 كښې سري لنكا كښې د څلورو هېوادونو ټورنامنټ فائنل كښې 12 رنز سره بريا ترلاسه كړې وه۔ بلخوا نېدر لېنډز لوبډله هم د اولنۍ كاميابۍ په تلاشه كښې ده۔ انګلېنډ پرله پسې څلورو كاميابو سره وړاندې څخه سيمي فائنل ته رسېدلے دے۔ نيوزي لېنډ له به وړاندې مرحلې ته تللو لپاره خپل مېچ ګټلو سره سره په نورو نتيجو هم تكيه كول وي۔